پاکستان یو وارې بیا ویلې دي ایران ورته باور ورکړې چې خپله خاوره به یو ملک ته هم د پاکستان خلاف د استعمالولو اجازت ورنکړي.
د خېبر ایجنسې په باړه کې د تره ګرۍ په بېلا بېلو پېښو کې په لسګونه ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي، او ځينې خلک یې بیا د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو په مهال په مارټر ګولو لګیدلي دي.
د قبایلي چارو شنونکي وايي چې له ډېرې مودې راهیسې په دې پوهنتون کار روان دی خو تر دې دمه سرته ونه رسېدو.
د لوګر شورا غړي وايي، که ځمکې دولتي ملکیت وي، نو باید په اړه یې د درېګونیو محکمو حکم موجود وي، له هغې پرته د خلکو د کورونو ورانول او دوی ته تکلیف رسول د قانون او عدالت خلاف عمل بلل کیږي.
افغان حکومت تور لګوي چې پاکستان هغه ژمنه نه ده پوره کړې چې افغان طالبان به د خبرو اترو مېز ته راولي. دا خبره د افغان ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال له مشال راډيو سره په يوه مرکه کې کړې ده. خو بلخوا پاکستان ويلي چې طالبان خبرو ته کېنول يوازې د اسلام اباد ذمه واري نه ده. د افغان سولې عمل په لړ کې د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا استازيو د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د کابل په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د مارچ په لومړۍ اونۍ کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې کېږي. په دې اړه د عبدالحي کاکړ راپور واورئ.
د شفیع کریاني ورور انور کرناني په وینا چې کله باچاخان سيند صوبې ته راتلو نو په دغه موقع شفيع کرناني پوليسو ونياو او اوولس مياشتې يې په زندان کې تېرې کړې.
د ماشومانو په تعليمي لاريون کې ځینې کسان داسې هم وو چې بې تعليمه دي او وايي چې ډير وروستو د تعليم په اهميت پوهه شول
پاکستاني وزيراعظم نواز شريف په پاناما اسنادو کې د ده پر اولادونو د لګول شويو تورونو د څېړلو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی دی. په پاناما اسنادو کې له پاکستان سره د تړاو لرونکو ۲۰۰ کسانو نومونه دي چې پکې وکيلان، ججان، پارليماني غړي او نور سیاستوالان دي. پوښتنه دا ده چې په اسنادو کې د ۲۰۰ پاکستانيانو ذکر شوی خو ټول فشار پر نواز شریف دی، ولې؟ ايا د لومړي وزير اعلان شوی کميسون به شفافې پلټنې وکړای شي که څنګه؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث کې د اقتصادي چارو خبريال اکرام هوتي، د پاکستان د قانون پخواني وزير افتخار ګيلاني او قانون پوه قاضي انور سره څېړل شوې دي. کوربه عبدالحی کاکړ دی.
د شننونکو په اند د کړنلارې بدلون د وزیر اعظم هغه خیالور تکل او پلان برخه ده چې د اقتصاد رغولو لپاره یې لري
پروېز خټک د پښتو اکاډمۍ مشرانو ته باور ورکړ چې د پښتو ژبې پرمختګ او خدمت لپاره به د هغوی ټولې غوښتنې منل کېږي او حکومت به یې پوره پوره ملا تړ کوي.
د ملاکنډ ډویژن خلک وايي، که په ملاکنډ کې کسټم اېکټ نافذېږي نو له دې سره به په دغه سیمه کې د نورو ټېکسونو عملي کولو لپاره لاره هواره شي.
په دې وروستيو کې د قبايلي سيمو خلکو د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره سياسي مبارزه ګړندۍ کړې ده. خو يوازې يوه لسيزه وړاندې په فاټا کې ولس دغسې يو غږ نشو پورته کولای. دا بدلون څنګه او ولې راغلی دی؟ دا موضوع عبدالحي کاکړ په خپل راپور کې څېړلې ده. په دې اړه د عبدالحي کاکړ راپور واورئ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته