د ماشومانو په تعليمي لاريون کې ځینې کسان داسې هم وو چې بې تعليمه دي او وايي چې ډير وروستو د تعليم په اهميت پوهه شول
پاکستاني وزيراعظم نواز شريف په پاناما اسنادو کې د ده پر اولادونو د لګول شويو تورونو د څېړلو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی دی. په پاناما اسنادو کې له پاکستان سره د تړاو لرونکو ۲۰۰ کسانو نومونه دي چې پکې وکيلان، ججان، پارليماني غړي او نور سیاستوالان دي. پوښتنه دا ده چې په اسنادو کې د ۲۰۰ پاکستانيانو ذکر شوی خو ټول فشار پر نواز شریف دی، ولې؟ ايا د لومړي وزير اعلان شوی کميسون به شفافې پلټنې وکړای شي که څنګه؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث کې د اقتصادي چارو خبريال اکرام هوتي، د پاکستان د قانون پخواني وزير افتخار ګيلاني او قانون پوه قاضي انور سره څېړل شوې دي. کوربه عبدالحی کاکړ دی.
د شننونکو په اند د کړنلارې بدلون د وزیر اعظم هغه خیالور تکل او پلان برخه ده چې د اقتصاد رغولو لپاره یې لري
پروېز خټک د پښتو اکاډمۍ مشرانو ته باور ورکړ چې د پښتو ژبې پرمختګ او خدمت لپاره به د هغوی ټولې غوښتنې منل کېږي او حکومت به یې پوره پوره ملا تړ کوي.
د ملاکنډ ډویژن خلک وايي، که په ملاکنډ کې کسټم اېکټ نافذېږي نو له دې سره به په دغه سیمه کې د نورو ټېکسونو عملي کولو لپاره لاره هواره شي.
په دې وروستيو کې د قبايلي سيمو خلکو د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره سياسي مبارزه ګړندۍ کړې ده. خو يوازې يوه لسيزه وړاندې په فاټا کې ولس دغسې يو غږ نشو پورته کولای. دا بدلون څنګه او ولې راغلی دی؟ دا موضوع عبدالحي کاکړ په خپل راپور کې څېړلې ده. په دې اړه د عبدالحي کاکړ راپور واورئ.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د ایسلینډ وزیراعظم، د سعودي عرب پاچا، د متحده عرب اماراتو د ابو ظبۍ امیر او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د ده کورنۍ پټې کاروباري سوداګانې کړې دي
د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ۲۰۱۴ کال په جون مېاشت کې هرې کډوالې کورنۍ ته د شپږ زره روپیو ورکولو وعده کړې وه
د قبایلي سیمو د سیاسي ګوندونو اتحاد ویلي چې دوی به د دې کمېټۍ د غونډې پر مهال په لواړګه کې احتجاج کوي.
په شاهي ماڼۍ کې له دمې وروسته د کريکټ ملي ټيم لوبغاړي د چارواکو په بدرګه پلي د جلال اباد ښار فوټبال لوبغالي ته ورغلل،چې په زرګونه تنه د کريکټ مینه وال ورټول شوي ول.
پېښور: د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو خلک د کاشغر – ګوادر اقتصادي راهدرۍ په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت د تګلارې پر ضد احتجاج پيلوي. د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا پروېز خټک سلاکار ملک قاسم خان خټک د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته په وینا کې وويل چې احتجاج به د اپریل پر یوولسمه په اسلام آباد کې د قومي اسمبلۍ او سینیټ ګډې غونډې پر محال ترسره کوي. ملک قاسم خان خټک تور پورې کړ چې د چین د کاشعر او د بلوچستان د ګوادر ترمنځ اقتصادي منصوبې په اړه د پښتونخوا خلک په تیاره کې ساتل شوي دي. نوموړي وویل ، له پښتنو سيمو د تيريدونکې لارې پر ځاي ټول کار د پنجاب پر مشرقي لاره روان دی. تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ملت پالو په ګډون یو شمېر نورو ګوندونو او ډلو هم په دې اقتصادي لاره کې د بدلون پر ضد غونډې کړې وې او د لا کلک احتجاج ږغ یې کړئ وو. دا ګوندونه دریځ لري چې د پاکستان په مرکز کې واکمن مسلم لیګ نون ګوند د کاشغر او ګوادر ترمنځ دا مهمه اقتصادي لاره له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه پنجاب ته اړوي. پر دې موضوع د یادو ګوندونو او ډلو له خوا یو شمېر ټول ګوندیز غوندې ، خبري غونډې او لاریونو هم شوي دي. بل پلو د پاکستان مرکزي حکومت د ملت پالو دا تور بې ځایه بولي او پر دې خبره ټینګار کوي چې دا لاره نه یوازې بدله شوې نه ده بلکې لومړی به هغه برخه جوړېږي کومه چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تېریږي. په دې اړه د تازه احتجاج تفصیل دلته واورئ
بنو: په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله لوی شمېر نورې کورنۍ بې کوره شوې دي. ځايي چارواکي وايي چې د دې کورنیو شمېر تر دوه سوه اویا زیات دی کومې چې د خیبر پښتونخوا بنو ته رسېدلې دي. د شمالي وزیرستان مشران وايي چې د غلام خان تاسيل له سيدګي قبيلي بې کوره شوو دې کورنیو دوی اندېښمن کړي دي. حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې په غلام خان تاسیل کې به د وسله والو پر ضد د عملیاتو له کبله نورې کورنۍ هم کډې کوي. د دې چارواکو په وینا ، د شمالي وزیرستان له دې سیمې خلک نه وو اېستل شوي نو اوس د خلکو اېستلو هدف هلته د وسله والو پر ضد عملیات کول دي. د شمالي وزيرستان د سياسي ګوندونو اتحاديې مشر ملک غلام د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې حکومت د پخوانېو کډوالو بېرته ليږلو پرځاي نور خلک له سيمې را باسي. ملک غلام زیاته کړه چې له شمالي وزیرستانه د نورو کورنیو اېستلو حکومتي پرېکړې دوی ډېر ناهیلي کړي دي. نوموړي وویل ، حکومت ژمنه کړې وه چې د روان کال تر پايه به د شمالي وزيرستان هغه څه باندې لس لکه کډوال بيرته ستنوي چې په کال ۲۰۱۴م کې د پوځي عملياتو له کبله بې کوره کړل شوي وو. د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال له جون میاشتې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات جاري ساتلي دي چې له کبله یې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي. د دې بې کوره کړل شوو خلکو زیات شمېر د خیبر پښتونخوا په بنو او د ډیورنډ کرښې هغې بلې خوا ته د افغانستان په خوست ولایت کې مېشت دي. په دې اړه نور تفصیل د عمر دراز وزیر په رپوټ کې دلته واورئ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته