د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د ایسلینډ وزیراعظم، د سعودي عرب پاچا، د متحده عرب اماراتو د ابو ظبۍ امیر او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د ده کورنۍ پټې کاروباري سوداګانې کړې دي
د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ۲۰۱۴ کال په جون مېاشت کې هرې کډوالې کورنۍ ته د شپږ زره روپیو ورکولو وعده کړې وه
د قبایلي سیمو د سیاسي ګوندونو اتحاد ویلي چې دوی به د دې کمېټۍ د غونډې پر مهال په لواړګه کې احتجاج کوي.
په شاهي ماڼۍ کې له دمې وروسته د کريکټ ملي ټيم لوبغاړي د چارواکو په بدرګه پلي د جلال اباد ښار فوټبال لوبغالي ته ورغلل،چې په زرګونه تنه د کريکټ مینه وال ورټول شوي ول.
پېښور: د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو خلک د کاشغر – ګوادر اقتصادي راهدرۍ په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت د تګلارې پر ضد احتجاج پيلوي. د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا پروېز خټک سلاکار ملک قاسم خان خټک د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته په وینا کې وويل چې احتجاج به د اپریل پر یوولسمه په اسلام آباد کې د قومي اسمبلۍ او سینیټ ګډې غونډې پر محال ترسره کوي. ملک قاسم خان خټک تور پورې کړ چې د چین د کاشعر او د بلوچستان د ګوادر ترمنځ اقتصادي منصوبې په اړه د پښتونخوا خلک په تیاره کې ساتل شوي دي. نوموړي وویل ، له پښتنو سيمو د تيريدونکې لارې پر ځاي ټول کار د پنجاب پر مشرقي لاره روان دی. تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ملت پالو په ګډون یو شمېر نورو ګوندونو او ډلو هم په دې اقتصادي لاره کې د بدلون پر ضد غونډې کړې وې او د لا کلک احتجاج ږغ یې کړئ وو. دا ګوندونه دریځ لري چې د پاکستان په مرکز کې واکمن مسلم لیګ نون ګوند د کاشغر او ګوادر ترمنځ دا مهمه اقتصادي لاره له خیبر پښتونخوا او بلوچستانه پنجاب ته اړوي. پر دې موضوع د یادو ګوندونو او ډلو له خوا یو شمېر ټول ګوندیز غوندې ، خبري غونډې او لاریونو هم شوي دي. بل پلو د پاکستان مرکزي حکومت د ملت پالو دا تور بې ځایه بولي او پر دې خبره ټینګار کوي چې دا لاره نه یوازې بدله شوې نه ده بلکې لومړی به هغه برخه جوړېږي کومه چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تېریږي. په دې اړه د تازه احتجاج تفصیل دلته واورئ
بنو: په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله لوی شمېر نورې کورنۍ بې کوره شوې دي. ځايي چارواکي وايي چې د دې کورنیو شمېر تر دوه سوه اویا زیات دی کومې چې د خیبر پښتونخوا بنو ته رسېدلې دي. د شمالي وزیرستان مشران وايي چې د غلام خان تاسيل له سيدګي قبيلي بې کوره شوو دې کورنیو دوی اندېښمن کړي دي. حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې په غلام خان تاسیل کې به د وسله والو پر ضد د عملیاتو له کبله نورې کورنۍ هم کډې کوي. د دې چارواکو په وینا ، د شمالي وزیرستان له دې سیمې خلک نه وو اېستل شوي نو اوس د خلکو اېستلو هدف هلته د وسله والو پر ضد عملیات کول دي. د شمالي وزيرستان د سياسي ګوندونو اتحاديې مشر ملک غلام د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې حکومت د پخوانېو کډوالو بېرته ليږلو پرځاي نور خلک له سيمې را باسي. ملک غلام زیاته کړه چې له شمالي وزیرستانه د نورو کورنیو اېستلو حکومتي پرېکړې دوی ډېر ناهیلي کړي دي. نوموړي وویل ، حکومت ژمنه کړې وه چې د روان کال تر پايه به د شمالي وزيرستان هغه څه باندې لس لکه کډوال بيرته ستنوي چې په کال ۲۰۱۴م کې د پوځي عملياتو له کبله بې کوره کړل شوي وو. د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال له جون میاشتې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات جاري ساتلي دي چې له کبله یې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي. د دې بې کوره کړل شوو خلکو زیات شمېر د خیبر پښتونخوا په بنو او د ډیورنډ کرښې هغې بلې خوا ته د افغانستان په خوست ولایت کې مېشت دي. په دې اړه نور تفصیل د عمر دراز وزیر په رپوټ کې دلته واورئ
پاکستان له تېرې څه دپاسه يوې لسېزې راهيسې د ترهګرۍ سره مخامخ دی. که څه هم حکومت په دې اړه يو شمېر اقدامات کړي دي خو لا هم په دې هېواد کې ترهګر بريدونه دوام لري. په دې رپورټ کې مو د دې پوښتنې ځواب لټولو هڅه کړې چې پاکستان څنګه د ترهګرۍ ضد روانه جګړه ګتلای شي؟
د پنجاب په لاهور ښار کې تر ځانمرګي بريد وروسته پر مرکزي حکومت فشار زيات شوی چې د ترهګرۍ ضد تګلارې، نېشنل ايکشن پلان له مخې دې په دې صوبه کې د پټو وسله والو او ناقانونه ګرځول شويو تنظيمونو پر ضد عمليات وکړي. پر پنجاب حکومت له څو کلونو راهيسې د پاکستان ځېنې سياسي ګوندونه او مدني ټولنو فعالان دا تور پورې کوي چې په جنوبي برخو کې يې د تندلارو ډلو شتون په اړه سترګې پټې کړې دي. خو د لاهور تر بريد وروسته د نواز شريف په مشرۍ مرکزي حکومت په پنجاب کې د استخباراتي مالوماتو پر اساس د عملياتو منظمولو او پراخولو پرېکړه کړې ده. داچې دا فيصله به څومره عملي شي؟ که فرض کړه پراخ عمليات وشي نو د وسله والو ممکنه غبرګون څه کېدلای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له خبريالانو او څېړونکو افتخار فردوس، حق نواز خان او ضيا الرحمن سره څېړل شوې دي. کوربه عبدالحی کاکړ دی.
د قبايلي وکيلانو اتحاديې مشر اعجاز مومند وايي د باجوړ ايجنسۍ پوليټکل ايجنټ لخوا د ټولنيزو رسنیو کارکونکو ته دړکه ورکول د اېف سي ار قانون له منځه وړو لپاره د تحريک يو ښه اغاز وباله او زیاتوي چې دغه تحريک باید له باجوړه پیل شي. د باجوړ ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ عامرخټک هاغه ویډیو پر ټولنیزه رسنیو (سوشل میډیا) د خلکو سخت غبرګون راپارولی چې پکې هغه قبایلو ته دړکه کړې ده، که له ننه پس یو چا پر سوشل میډیا د انتظامیې پر ضد "ناوړه" لفظونه وکارول نو پرضد به د اېف سي ار قانون لاندې کارروایي وکړي. خو اعجاز مومند له مشال راډيو سره په خبرو کې وايي د پوليټکل ايجنټ دغه خبرې په اېف سي ار کې د شویو اصلاحاتو سرغړونه ده خو مسله دا ده چې دغه اصلاحات نه عملي کېږي نو د ده په خبره همدغه وجه ده چې دوی په اېف سي ار کې د اصلاحاتو نه بلکې ايف سي ار ختمول غواړي.
ه کراچۍ ښار کې په عمومي توګه موسم ګرم وي خو تېر کال تر معمول زياتې ګرمۍ له کبله تودو څپو خلک زيات متاثره کړي ول چې له کبله يې تر ۱۲۰۰زيات خلک وژل شوي ول.
دا سفر تر هغه وروسته کېږي چې نړېوالې ټولنې څه موده وړاندې پر ايران لګېدلي اقتصادي بنديزونه لیرې کړل.
د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفرازبوګټي رسنیو ته وویل، د هند استخباراتو 'را' يو اوسنی افیسر یې له جنوبي بلوچستانه نیولی دی
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته