د خېبر پښتونخوا خزانې وزیر وايي، د راتلونکې کال نوی بجټ وخت رانژدې شوی دی خو مرکزي حکومت لا
نن د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند اروپا ته د کډوال شویو ځوانانو پر ستونزو او د هغوی پر ممکنه حل د کډوالو حقونو له یو مبارز شکرالله لودين سره خبرې کړې. نوموړی په ماشومتوب کې اروپا ته کډه شوی او اوس د اروپا ځوانانو پارلمان کې د بریتانيا استازی دی او په بریتانيا کې د کارګر ګوند د ځوانانو امن سفير دی. په پيښور کې د کرکټ کوچ علي هوتي چې په پيښور اسلاميه کالج کې زده کونکو ته کرکټ ښيي او په پاکستان کې د کرکټ په روانو هلو ځلو يې هم ژور نظر دی له دوی سره مو د پاکستان کرکټ کپ پر روانو سیالیو او د قبايلي سيمو پر کرکټ خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د مرکزي سنسر بورډ له چیېرمېن مبشرحسنه وپوښتل نو هغه وویل پر دې فلم د ولس لخوا یو شمېر شکایتونه راغلي وو چې پکې ویل شوي چې په دې فلم کې پښتانه او سندیان په نښه کړل شوي دي او دا چې په دې کې د سیاستدانانو کردارکشي هم شوې، نو دوی د وفاقي حکومت په حکم باندې په دې فلم بندېز ولګوو.
د انسټیټیوټ اف سوشل اېنډ پولیټیکل سانیس یو چاوراکی عبدا عالم وویل چې په خېبر پښتونخوا کې د تعلیم په شعبه کې ښه والی لیدل کېږي.
پاکستان یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو ته ژمن دی او د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره به خپلې هڅې وکړي.
د دوشنبې په ورځ د افغان ولسمشر اشرف غني په پارليمان کې دا خبرې چې له پاکستانه نوره تمع نلري چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او له ژمنې سره سم دې د هغوي پر ضد اقدام وکړي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ شته بې باورې په ډاګه کړې ده.
د قبایلي سیمو لپاره پلان شوی سرکاري پوهنتون به له راتلونکې سیټېمبر میاشتې خپل تعلیمي کال له څلور مضامینو سره پیل کړي. د مشال راډیو له خبریالې رابعه اکرم خان سره په په یوه ځانګړې مرکه کې د فاټا پوهنتون مشر ډاکټر طاهر شاه ووېل چې د پوهنتون ودانۍ لپاره یې ځمکه ترلاسه کړې او په راروانو څلورو میاشتو کې به یې د جوړولو چارې پیل شي. ډاکټر طاهر شاه د پوهنتون لومړنۍ تعلیمي کال شروعات به د دره ادم خان په ډګري کالج کې پیلوي.
د قبایلي سیمو اوسېدونکو د دې حکومتي ګام ستاینه کړې او وايي، چې د وړمبي تعلیمي کال له پیلېدوسره د پوهنتون د ودانې د جوړولو امیدونه سیوا شوي دي.
کارپوه اېمل خټک وویل، نواز شریف ځکه خېبر پښتونخوا ته تګ غوره کړی چې په دغه صوبه کې د تحریک انصاف حکومت دی او دی غواړي چې د عمران خان پارټۍ درې کلنه کارکردګي ولس ته وښيي.
له جنوبي وزيرستانه د فاټا د پرمختيايي ادارې د تښتول شوو کارکونکو د کورنيو غړي وايي چې حکومت د کارکوونکو د راخلاصولو لپاره مناسب ګامونه نه پورته کوي. پرون د تښتول شوو کارکوونکو د کورنيو غړو په پېښور کې په يوه خبري غونډې کې له حکومته د دوی د خپلوانو د راخلاصولو لپاره د سنجيده هڅو پېلولو غوښتنه وکړه. بلخوا د جنوبي وزيرستان پوليټکل اېجنټ ظفرالسلام وايي چې په دې لړ کې ېې تر ايف سي ار لاندې ګرفتاريانې کړي او امنيتي ځواکونوه په سيمه کې د لټون عمليات هم کوي. په دې اړه نور حال له پېښوره ځلاند يوسفزی راکوي.
پرون د نهې پر ورځ د افغانستان په خاوره کې جوړ د وزيرستانيو کډوالو په يوه کيمپ کې د تحريک طالبان پاکستان د حکيم الله مسود ډلې يو قومندان او د هغه يو ملګری په ډزو وژل شوي دي. په ډيره اسماعيل خان کې د پاکستان حکومتي چارواکي د دغه پېښې پخلی کوي. بلخوا د طالبانو د هم يادې ډلې يو وياند ويلي چې دوی ته خپل دښمن مالوم دی او دا چې د دغه وژنې غچ به اخلي. سيلاب مسود رپورټ راکوي.
ګوزڼ (پولیو) ناروغي چې دا مهال یې له ګړدې نړۍ نوغې اېستل شوې دي خو د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو او دغه ډول په افغانستان کې لا هم ماشومان ترې خوندي نه دي. د مشال راډيو همکار منور شاه د یونیسف له یوه چارواکي ډاکټر جوهر خان سره دغه موضوع څېړلې، هغه کومې لارې چارې په کار دي چې پښتانه ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ ژغورل کړل شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته