د دوشنبې په ورځ د افغان ولسمشر اشرف غني په پارليمان کې دا خبرې چې له پاکستانه نوره تمع نلري چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او له ژمنې سره سم دې د هغوي پر ضد اقدام وکړي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ شته بې باورې په ډاګه کړې ده.
د قبایلي سیمو لپاره پلان شوی سرکاري پوهنتون به له راتلونکې سیټېمبر میاشتې خپل تعلیمي کال له څلور مضامینو سره پیل کړي. د مشال راډیو له خبریالې رابعه اکرم خان سره په په یوه ځانګړې مرکه کې د فاټا پوهنتون مشر ډاکټر طاهر شاه ووېل چې د پوهنتون ودانۍ لپاره یې ځمکه ترلاسه کړې او په راروانو څلورو میاشتو کې به یې د جوړولو چارې پیل شي. ډاکټر طاهر شاه د پوهنتون لومړنۍ تعلیمي کال شروعات به د دره ادم خان په ډګري کالج کې پیلوي.
د قبایلي سیمو اوسېدونکو د دې حکومتي ګام ستاینه کړې او وايي، چې د وړمبي تعلیمي کال له پیلېدوسره د پوهنتون د ودانې د جوړولو امیدونه سیوا شوي دي.
کارپوه اېمل خټک وویل، نواز شریف ځکه خېبر پښتونخوا ته تګ غوره کړی چې په دغه صوبه کې د تحریک انصاف حکومت دی او دی غواړي چې د عمران خان پارټۍ درې کلنه کارکردګي ولس ته وښيي.
له جنوبي وزيرستانه د فاټا د پرمختيايي ادارې د تښتول شوو کارکونکو د کورنيو غړي وايي چې حکومت د کارکوونکو د راخلاصولو لپاره مناسب ګامونه نه پورته کوي. پرون د تښتول شوو کارکوونکو د کورنيو غړو په پېښور کې په يوه خبري غونډې کې له حکومته د دوی د خپلوانو د راخلاصولو لپاره د سنجيده هڅو پېلولو غوښتنه وکړه. بلخوا د جنوبي وزيرستان پوليټکل اېجنټ ظفرالسلام وايي چې په دې لړ کې ېې تر ايف سي ار لاندې ګرفتاريانې کړي او امنيتي ځواکونوه په سيمه کې د لټون عمليات هم کوي. په دې اړه نور حال له پېښوره ځلاند يوسفزی راکوي.
پرون د نهې پر ورځ د افغانستان په خاوره کې جوړ د وزيرستانيو کډوالو په يوه کيمپ کې د تحريک طالبان پاکستان د حکيم الله مسود ډلې يو قومندان او د هغه يو ملګری په ډزو وژل شوي دي. په ډيره اسماعيل خان کې د پاکستان حکومتي چارواکي د دغه پېښې پخلی کوي. بلخوا د طالبانو د هم يادې ډلې يو وياند ويلي چې دوی ته خپل دښمن مالوم دی او دا چې د دغه وژنې غچ به اخلي. سيلاب مسود رپورټ راکوي.
ګوزڼ (پولیو) ناروغي چې دا مهال یې له ګړدې نړۍ نوغې اېستل شوې دي خو د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو او دغه ډول په افغانستان کې لا هم ماشومان ترې خوندي نه دي. د مشال راډيو همکار منور شاه د یونیسف له یوه چارواکي ډاکټر جوهر خان سره دغه موضوع څېړلې، هغه کومې لارې چارې په کار دي چې پښتانه ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ ژغورل کړل شي.
باجوړ اجنسۍ یواځنۍ قبایلي سیمه ده، چې د چرګان په وروړلو هم ترې مالیه (غم، ټېکس) ترې اخیستل کېږي. باجوړیان وايي، که د کور لپاره هم یو څو دانې چرګان وړي، نو یا یې په غلا تېروي، یا بیا مالیه ورکوي. سرکاری چارواکي وايي، د مالیې پیسې حکومتي خزانې ته اچوي. د شاهنواز ترکزي راپور
په شام کې حکومتي ځواکونو د ياغيانو تر کنټرول لاندې حلب ښار کې بمباري سخته کړې، ولسمشر اوباما وويل چې دغه هيواد کې د تشدد په زياتېدو اندېښمن دی.
افغان ولسمشر اشرف غني نن پارلمان ته په خپله وينا کې وويل که پاکستان له طالبانو سره ملاتړ دوام ولري نو دوی به دا مسله د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته یوسي. په دې اړه د مشال راډيو همکار بشيرګواښ په پېښور کې د سياسي چارو کارپوه ایاز وزير سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې پاکستان ولې په خپله خاوره افغان طالبانو پر ضد عمليات نه کوي.
اسرار عالم مومند ځوانانو غږ خپرونه کې د ملالې جايزې لپاره له نومول شوي ځوان شوکت عزيز چې د فاټا زده کونکو سازمان مشر دی او د دی سازمان له مرستيالې مشرې عزيره مسيد سره په قبايلي سيمو کې د دوی پر سوله ييزو هلو ځلو او له ځوانانو ټولنيزو فعالانو ثنا اعجاز او رضا دوتاڼي سره په سياسي چارو خبرې کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته