ګوزڼ (پولیو) ناروغي چې دا مهال یې له ګړدې نړۍ نوغې اېستل شوې دي خو د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو او دغه ډول په افغانستان کې لا هم ماشومان ترې خوندي نه دي. د مشال راډيو همکار منور شاه د یونیسف له یوه چارواکي ډاکټر جوهر خان سره دغه موضوع څېړلې، هغه کومې لارې چارې په کار دي چې پښتانه ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ ژغورل کړل شي.
باجوړ اجنسۍ یواځنۍ قبایلي سیمه ده، چې د چرګان په وروړلو هم ترې مالیه (غم، ټېکس) ترې اخیستل کېږي. باجوړیان وايي، که د کور لپاره هم یو څو دانې چرګان وړي، نو یا یې په غلا تېروي، یا بیا مالیه ورکوي. سرکاری چارواکي وايي، د مالیې پیسې حکومتي خزانې ته اچوي. د شاهنواز ترکزي راپور
په شام کې حکومتي ځواکونو د ياغيانو تر کنټرول لاندې حلب ښار کې بمباري سخته کړې، ولسمشر اوباما وويل چې دغه هيواد کې د تشدد په زياتېدو اندېښمن دی.
افغان ولسمشر اشرف غني نن پارلمان ته په خپله وينا کې وويل که پاکستان له طالبانو سره ملاتړ دوام ولري نو دوی به دا مسله د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته یوسي. په دې اړه د مشال راډيو همکار بشيرګواښ په پېښور کې د سياسي چارو کارپوه ایاز وزير سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې پاکستان ولې په خپله خاوره افغان طالبانو پر ضد عمليات نه کوي.
اسرار عالم مومند ځوانانو غږ خپرونه کې د ملالې جايزې لپاره له نومول شوي ځوان شوکت عزيز چې د فاټا زده کونکو سازمان مشر دی او د دی سازمان له مرستيالې مشرې عزيره مسيد سره په قبايلي سيمو کې د دوی پر سوله ييزو هلو ځلو او له ځوانانو ټولنيزو فعالانو ثنا اعجاز او رضا دوتاڼي سره په سياسي چارو خبرې کړي.
د سولې پر لور ننئ خپرونه کې پر ټولنه د فلمونو په اغېز خبره کوو. د دې پروګرام کوربه بشيرګواښ دی او تاسي يې د هرې يکشنې يا اتوار او هرې دوشنبې يا ګل په ورځو له مشال ريډيو اورئ.
دا ځل د سولې په لور خپرونه کې اورئ چې پښتو ډرامې څنګه په ټولنه کې د مثبت پيغام خپرولو لپاره کار کولی شي. د دې خپرونې کوربه بشيرګواښ دی. تاسي يې د هرې يکشنبې او هرې دوشنبې په ورځو له مشال ريډيو اورئ.
د زده کړو، ساينس او کلتور په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره يونيسکو هر کال د اپرېل ۲۳ مه د کتابونو نړيواله ورځ لمانځي. د دې ورځې د لمانځلو مقصد د کتاب چاپولو، لوستلو او د غږيز او چاپي موادو د جمله حقونو د خونديتوب په هکله په خلکو کې پوهاوی او شوق پېدا کول دي. په دې اړه عبدالحي کاکړ له ليکوال او پوهاند ډاکټر خادم حسېن سره مرکه کړې ده. نوموړی وايي چې له تېرو ۳۵ کالونو راهيسې کتابونه لولي چې ورسره يې فکر خورا وده کړې ده. مرکه لاندې واورئ
ايران او همدا رنګه اروپايي او اسيايي بانکونه غواړي چې پر ايران د امريکا لخوا لګېدلي پاتې بنديزونو کې نرمي راولي چې دا ډول دا هېواد د ډالر او مالياتي نظام د استعمال جوګه شي.
په کابل کې د سېشنبې ورځي تر بريد وروسته له طالبانو سره د سولې عمل تر پوښتنې لاندې راغلی دی. تر حملې وروسته د افغانستان ملي حکومت اجراييه ريیس ډاکټر عبدالله اسلام اباد ته خپل راتلونکی سفر وځنډاوه . افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې په سردار داودخان روغتون کې د زخمیانو د پوښتنې پر مهال طالبانو ته په اشاره وویل، ابتدايي شواهد څرګندوي چې د کابل حمله له بهره پلان شوې وه. تر دې وړاندې هم افغانستان ويلي ول چې پاکستان د فبرورۍ په مياشت کې په کابل کې د څلور اړخيزې غونډې پرمهال طالبان خبرو ته د حاضرولو کړې ژمنه نه ده پوره کړې. اسلام اباد بيا وايي چې د سولې پروسې سره مرستې ته چمتو دی او بايد د دوی پر خلوص شک ونشي. د دواړو هېوادونو دغو نظرونو او د طالبانو له لوري پسرلنیو عملياتو په لړ کې په کابل کې شوی بريد د سولې خبرو اترو راتلونکې له پوښتنې سره مخامخوي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا موضوع د افغان ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال، په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي ، د پاکستان د دفاعي چارو پوهان برېګېډيير سيد نذير او برېګېډيير سعد محمد خان سره څېړل شوې ده. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
د سیمه ایزو چارو پوهه آیاز وزیر وايي، چې تر څو د قبایلي سیمو عام ولس په اعتماد کې نه وي اخیستل شوی د پرمختګ هېڅ څرک نه ویني.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته