اسرار عالم مومند ځوانانو غږ خپرونه کې د ملالې جايزې لپاره له نومول شوي ځوان شوکت عزيز چې د فاټا زده کونکو سازمان مشر دی او د دی سازمان له مرستيالې مشرې عزيره مسيد سره په قبايلي سيمو کې د دوی پر سوله ييزو هلو ځلو او له ځوانانو ټولنيزو فعالانو ثنا اعجاز او رضا دوتاڼي سره په سياسي چارو خبرې کړي.
د سولې پر لور ننئ خپرونه کې پر ټولنه د فلمونو په اغېز خبره کوو. د دې پروګرام کوربه بشيرګواښ دی او تاسي يې د هرې يکشنې يا اتوار او هرې دوشنبې يا ګل په ورځو له مشال ريډيو اورئ.
دا ځل د سولې په لور خپرونه کې اورئ چې پښتو ډرامې څنګه په ټولنه کې د مثبت پيغام خپرولو لپاره کار کولی شي. د دې خپرونې کوربه بشيرګواښ دی. تاسي يې د هرې يکشنبې او هرې دوشنبې په ورځو له مشال ريډيو اورئ.
د زده کړو، ساينس او کلتور په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره يونيسکو هر کال د اپرېل ۲۳ مه د کتابونو نړيواله ورځ لمانځي. د دې ورځې د لمانځلو مقصد د کتاب چاپولو، لوستلو او د غږيز او چاپي موادو د جمله حقونو د خونديتوب په هکله په خلکو کې پوهاوی او شوق پېدا کول دي. په دې اړه عبدالحي کاکړ له ليکوال او پوهاند ډاکټر خادم حسېن سره مرکه کړې ده. نوموړی وايي چې له تېرو ۳۵ کالونو راهيسې کتابونه لولي چې ورسره يې فکر خورا وده کړې ده. مرکه لاندې واورئ
ايران او همدا رنګه اروپايي او اسيايي بانکونه غواړي چې پر ايران د امريکا لخوا لګېدلي پاتې بنديزونو کې نرمي راولي چې دا ډول دا هېواد د ډالر او مالياتي نظام د استعمال جوګه شي.
په کابل کې د سېشنبې ورځي تر بريد وروسته له طالبانو سره د سولې عمل تر پوښتنې لاندې راغلی دی. تر حملې وروسته د افغانستان ملي حکومت اجراييه ريیس ډاکټر عبدالله اسلام اباد ته خپل راتلونکی سفر وځنډاوه . افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې په سردار داودخان روغتون کې د زخمیانو د پوښتنې پر مهال طالبانو ته په اشاره وویل، ابتدايي شواهد څرګندوي چې د کابل حمله له بهره پلان شوې وه. تر دې وړاندې هم افغانستان ويلي ول چې پاکستان د فبرورۍ په مياشت کې په کابل کې د څلور اړخيزې غونډې پرمهال طالبان خبرو ته د حاضرولو کړې ژمنه نه ده پوره کړې. اسلام اباد بيا وايي چې د سولې پروسې سره مرستې ته چمتو دی او بايد د دوی پر خلوص شک ونشي. د دواړو هېوادونو دغو نظرونو او د طالبانو له لوري پسرلنیو عملياتو په لړ کې په کابل کې شوی بريد د سولې خبرو اترو راتلونکې له پوښتنې سره مخامخوي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا موضوع د افغان ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال، په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي ، د پاکستان د دفاعي چارو پوهان برېګېډيير سيد نذير او برېګېډيير سعد محمد خان سره څېړل شوې ده. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
د سیمه ایزو چارو پوهه آیاز وزیر وايي، چې تر څو د قبایلي سیمو عام ولس په اعتماد کې نه وي اخیستل شوی د پرمختګ هېڅ څرک نه ویني.
یو پاکستاني چارواکي د دوشنبې په ورځ اېکسرېیس ټریبیون ورځپاڼې ته ويلي، چې پاکستان د افغان طالبانو په دغه عمل خپه دى او پر هغوی يې غږ کړى، چې د تشدد لار پرېږدي او خبرو ته کېني.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د لوبډلې روزونکي انضمام الحق ورته استعفا وړاندې کړي ده. د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانېش وايي انضمام ته د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د کار وړاندیز شوی دی. د پاکستان پخواني لوبغاړي انضمام الحق له څو میاشتو راهیسې د افغان لوبډلې د روزنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی وو. زموږ همکار صفي الله ستانکزي له ښاغلي دانش سره د انضمام الحق د استعفا په اړه خبرې کړې دي.
پېښور: د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا د صوبې په ملاکنډ ډیویژن کې د لګولي کسټم ایکټ یا قانون د بیرته اخستو پریکړه کړې ده. د خیبر پښتونخوا د ګونر اقبال ظفر جګړا له خوا دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې یو شمېر سیاسي ګوندونو او عام ولس په پراخه کچه په د دې قانون عملي کېدو پر ضد احتجاج وکړ. د ګورنر اقبال ظفر جګړا وياند علي خان يوسفزی د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د کسټم ايکټ پورته کولو مسوده يې د دې هيواد ولسمشر ممنون حسېن ته د لاس ليک لپاره استولې ده. علي خان يوسفزي وویل ، ډیر ژر به په دې لړ کې رسمي اعلاميه خپره شي چې په ملاکنډ ډیویژن کې د کسټم قانون عملي کولو پرېکړه بیرته واخیسل شوه. د خیبر پښتونخوا د ګورنر ویاند وايي د سیاسی ګوندونو او عام اولس لخوا د ياد قانون پر ضد له احتجاجونو ورستو مرکزی او صوبايې حکومتونو خپله پريکړه واپس اخستې. په مارچ میاشت کې په ټول ملاکنډ کې د کسټم قانون عملي شو چې پر ضد يې په دغه سيمه کې احتجاجونه پيل شول. صوبايي حکومت له وفاقه غوښتنه کړې وه چې په ملاکنډ کې دې هم د نورې صوبې په څېر د کسټم قانون لاګو کړي. د دې غوښتنې پر اساس د مارچ له ۲۸مې د ګمرکاتو قانون ملاکنډ ته وغځول شو. په دې اړه نور تفصیل د شبیر احمد جان په رپوټ کې واورئ
د سياسي اتحاد بنياد بېګا ورځې ماښام د زیارت په پېښور کې د صوبې د سياسي ګوندونو په غونډه کې کيښودل شو.
د اپريل په لومړۍ اونۍ کې د جنوبي امريکا د پاناما هېواد د قانوني خدماتو ورکونکې ادارې موساک فونسيکا شاوخوا يوولس لکه پټ اسناد په ډاګه شول. اسناد د هغو اشخاص چې پکې سياستوالان او کاروباريان هم شامل دي چلونه په ډاګه کوي چې آف شور یعني په بهر ملکونو کې شرکتونه لري او له ټېکسونو ځانونه ژغوري. اسنادو د بېلا بېلو هېوادونه په سياسي توګه و لړزول. د ايس لينډ هېواد لومړي وزير په اسنادو کې تر خپل نوم جوتېدو وروسته استعفا ورکړه. د بريتانيې لومړی وزير ډيوډ کيمرون د اپوزيشن له سخت سياسي فشار سره مخامخ دی. او دغه شان په اسنادو کې د پاکستاني وزيراعظم نواز شريف د اولادونو په ګډون د ۲۰۰ پاکستانيانو د مالي چارو په اړه هم مالومات په ډاګه شوي دي. مخالفه ګوندونه پر نواز شريف د استعفی ورکولو فشار اچوي خو هغه د مستعفي کېدو پر ځای د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی. د مشال مرکه هم دې موضوع ته ځانګړې شوې ده. په دې کې به دا پوښتنې شوي چې پاناما اسناد څه دي؟ ولې په ډاګه شو؟ ايا ياد شوي کسانو غير قانوني کار کړی او که نه ؟ او په بهر هېوادونو کې شرکتونه څنګه جوړيږي؟ ميلمه د مالي چارو پوه ډاکټر شاکرالله دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکی دی او دا وخت د امريکا په سټرا فورډ او جون هاپکنز پوهنتونو کې ښوونکی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته