د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د لوبډلې روزونکي انضمام الحق ورته استعفا وړاندې کړي ده. د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانېش وايي انضمام ته د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د کار وړاندیز شوی دی. د پاکستان پخواني لوبغاړي انضمام الحق له څو میاشتو راهیسې د افغان لوبډلې د روزنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی وو. زموږ همکار صفي الله ستانکزي له ښاغلي دانش سره د انضمام الحق د استعفا په اړه خبرې کړې دي.
پېښور: د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا د صوبې په ملاکنډ ډیویژن کې د لګولي کسټم ایکټ یا قانون د بیرته اخستو پریکړه کړې ده. د خیبر پښتونخوا د ګونر اقبال ظفر جګړا له خوا دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې یو شمېر سیاسي ګوندونو او عام ولس په پراخه کچه په د دې قانون عملي کېدو پر ضد احتجاج وکړ. د ګورنر اقبال ظفر جګړا وياند علي خان يوسفزی د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د کسټم ايکټ پورته کولو مسوده يې د دې هيواد ولسمشر ممنون حسېن ته د لاس ليک لپاره استولې ده. علي خان يوسفزي وویل ، ډیر ژر به په دې لړ کې رسمي اعلاميه خپره شي چې په ملاکنډ ډیویژن کې د کسټم قانون عملي کولو پرېکړه بیرته واخیسل شوه. د خیبر پښتونخوا د ګورنر ویاند وايي د سیاسی ګوندونو او عام اولس لخوا د ياد قانون پر ضد له احتجاجونو ورستو مرکزی او صوبايې حکومتونو خپله پريکړه واپس اخستې. په مارچ میاشت کې په ټول ملاکنډ کې د کسټم قانون عملي شو چې پر ضد يې په دغه سيمه کې احتجاجونه پيل شول. صوبايي حکومت له وفاقه غوښتنه کړې وه چې په ملاکنډ کې دې هم د نورې صوبې په څېر د کسټم قانون لاګو کړي. د دې غوښتنې پر اساس د مارچ له ۲۸مې د ګمرکاتو قانون ملاکنډ ته وغځول شو. په دې اړه نور تفصیل د شبیر احمد جان په رپوټ کې واورئ
د سياسي اتحاد بنياد بېګا ورځې ماښام د زیارت په پېښور کې د صوبې د سياسي ګوندونو په غونډه کې کيښودل شو.
د اپريل په لومړۍ اونۍ کې د جنوبي امريکا د پاناما هېواد د قانوني خدماتو ورکونکې ادارې موساک فونسيکا شاوخوا يوولس لکه پټ اسناد په ډاګه شول. اسناد د هغو اشخاص چې پکې سياستوالان او کاروباريان هم شامل دي چلونه په ډاګه کوي چې آف شور یعني په بهر ملکونو کې شرکتونه لري او له ټېکسونو ځانونه ژغوري. اسنادو د بېلا بېلو هېوادونه په سياسي توګه و لړزول. د ايس لينډ هېواد لومړي وزير په اسنادو کې تر خپل نوم جوتېدو وروسته استعفا ورکړه. د بريتانيې لومړی وزير ډيوډ کيمرون د اپوزيشن له سخت سياسي فشار سره مخامخ دی. او دغه شان په اسنادو کې د پاکستاني وزيراعظم نواز شريف د اولادونو په ګډون د ۲۰۰ پاکستانيانو د مالي چارو په اړه هم مالومات په ډاګه شوي دي. مخالفه ګوندونه پر نواز شريف د استعفی ورکولو فشار اچوي خو هغه د مستعفي کېدو پر ځای د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی. د مشال مرکه هم دې موضوع ته ځانګړې شوې ده. په دې کې به دا پوښتنې شوي چې پاناما اسناد څه دي؟ ولې په ډاګه شو؟ ايا ياد شوي کسانو غير قانوني کار کړی او که نه ؟ او په بهر هېوادونو کې شرکتونه څنګه جوړيږي؟ ميلمه د مالي چارو پوه ډاکټر شاکرالله دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکی دی او دا وخت د امريکا په سټرا فورډ او جون هاپکنز پوهنتونو کې ښوونکی دی.
د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې د نورو هیوادونو تر څنګ پر پاکستان هم کلکې نیوکې شوې دي.
د خیبر پښتونخوا سیاسي ګوندونو له وفاقي حکومته د چین پاکستان اقتصادي لار پروژو په برخه کې د صوبې حقونو تر لاسه کولو په موخه د ((کورېډور فرنټ)) یا سیاسي جبهې جوړولو اعلان کړی. تېر ماښام په پېښور کې د جماعت اسلامي په دفتر کې غونډه وشوه چې ورته د صوبې زیاتره سیاسي ګوندونه ورغلي ول. تر غونډې وروسته سیاستوالانو مشال راډیو ته وویل، د دې جبهې په وسیله به په صوبه کې اوسېدونکي خلک تحریکوي. تفصیل د ځلاند یوسفزي په رپورټ کې.
پر اقتصادي راهدارۍ د خاموشۍ او شور لاملونه؟ د يو څه مودې تر خاموشي وروسته سياسي ګوندونه د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه يو ځل بيا فعاله شوي دي. د سېشنبې په ورځ د پښتونخوا ولسي تحريک په بلنه په پېښور کې يوې ټول ګونديزه غونډې فيصله و کړه چې د اقتصادي راهدارۍ په برخه کې به پر مرکزي حکومت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره يو سياسي اتحاد جوړوي. له واکمن مسلم ليګ ن پرته د پاکستان په تېره بيا د خيبر پښتونخوا او بلوچستان سياسي ګوندونه تور لګوي چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په برخه کې دواړه صوبې له اصلي پلانه اېستل شوي دي. په دې اړه په څو واره ټول ګونديزې غونډې او له وزيراعظم سره ليده کاته وشو. نواز شريف ژمنه کړې وه چې د اقتصادي راهدارۍ لوېديځه لار چې تر خيبر پښتونخوا او بلوچستان تېرېږي به لومړۍ جوړوي خو د دې سربېره هم د ددې صوبو سياسي ګوندونه مطمينه نه دي. دا خبره په بيا بيا تر سترګو کيږي چې سياسي ګوندونه يو وار ډير فعاله شي بيا بېرته لږ خاموشي خپله کړې او اوس يو ځل بيا د څه مودې تر خاموشي وروسته بيا فعاله شوي دي. دغه خاموشي او بيا فعالېدل ولې وي؟ دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پښتونخوا ولسي تحريک له مشر ډاکټر سيد عالم مسود، خبريال او څېړونکی ايم رياض خان، د دفاعي چارو پوهانو ډاکټر عايشه صديقه او برېګېډير سيد محمد نذير سره څېړو. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
په بلوچستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو خېر ښېګړې ادارې یونیسف د تعلیم څانګې مشره پلوشه وایي، په دغه صوبه کې د بې وزلۍ او کم تعلیم بجټ له وجې لا هم ډېر ماشومان سکولونو ته نه ځي
د نفسياتو ماهره شجاعت وايي، د ځانوژلو ترشا يواځې يو عمل نه وي بلکې له ډېره وخته روان ذهني فشار چې یوځای نو اخر یو کس خپلځان مړ کړي.
له سوات څخه د قامي اسمبلۍ غړې مسرت احمد زېب وايي، چې ملاکنډ ډويژن ته کسټم ايکټ غځولو په اړه د حکومت هغه خبره نه مني چې ګواکې غواړي د ګاډو ټول مالومات وساتي چې دارنګه مشکوکه تر هګر يې د ورانکارۍ لپاره استعمال نکړي. نوموړې د سېشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې پر مهال وويل چې سوات د پاکستان په جوړولو کې قربانياني ورکړې خو له کله چې په پاکستان کې شامل شوی نو تباهي يې شروع شوې ده. د کسټم ايکټ غځېدو پر ضد د ملاکنډ ډويژن زياتره سياسي ګوندونو د سېشنبې په ورځ کاربندېز کړی وو او غوښتنه کوي چې دغه ګام دي بېرته واخستل شي. عبدالحي کاکړ له مسرت احمد زېب سره مرکه کړې او په سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې قامي اسمبلۍ ته يې څه وويل؟
د ګل په ورځ د پارلیمان په ګډه غونډه کې د پي ای اې پبلیک لېمېټېد کمپنۍ جوړولو بل د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد وړاندې کړ.
له مشال راډيو سره په خبرو کې علي رضا وویل چې اوس هره ورځ د خپلې سیمي تاڼې ته ورځي او خپله حاضري لګوي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته