پر اقتصادي راهدارۍ د خاموشۍ او شور لاملونه؟ د يو څه مودې تر خاموشي وروسته سياسي ګوندونه د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه يو ځل بيا فعاله شوي دي. د سېشنبې په ورځ د پښتونخوا ولسي تحريک په بلنه په پېښور کې يوې ټول ګونديزه غونډې فيصله و کړه چې د اقتصادي راهدارۍ په برخه کې به پر مرکزي حکومت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره يو سياسي اتحاد جوړوي. له واکمن مسلم ليګ ن پرته د پاکستان په تېره بيا د خيبر پښتونخوا او بلوچستان سياسي ګوندونه تور لګوي چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په برخه کې دواړه صوبې له اصلي پلانه اېستل شوي دي. په دې اړه په څو واره ټول ګونديزې غونډې او له وزيراعظم سره ليده کاته وشو. نواز شريف ژمنه کړې وه چې د اقتصادي راهدارۍ لوېديځه لار چې تر خيبر پښتونخوا او بلوچستان تېرېږي به لومړۍ جوړوي خو د دې سربېره هم د ددې صوبو سياسي ګوندونه مطمينه نه دي. دا خبره په بيا بيا تر سترګو کيږي چې سياسي ګوندونه يو وار ډير فعاله شي بيا بېرته لږ خاموشي خپله کړې او اوس يو ځل بيا د څه مودې تر خاموشي وروسته بيا فعاله شوي دي. دغه خاموشي او بيا فعالېدل ولې وي؟ دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پښتونخوا ولسي تحريک له مشر ډاکټر سيد عالم مسود، خبريال او څېړونکی ايم رياض خان، د دفاعي چارو پوهانو ډاکټر عايشه صديقه او برېګېډير سيد محمد نذير سره څېړو. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
په بلوچستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو خېر ښېګړې ادارې یونیسف د تعلیم څانګې مشره پلوشه وایي، په دغه صوبه کې د بې وزلۍ او کم تعلیم بجټ له وجې لا هم ډېر ماشومان سکولونو ته نه ځي
د نفسياتو ماهره شجاعت وايي، د ځانوژلو ترشا يواځې يو عمل نه وي بلکې له ډېره وخته روان ذهني فشار چې یوځای نو اخر یو کس خپلځان مړ کړي.
له سوات څخه د قامي اسمبلۍ غړې مسرت احمد زېب وايي، چې ملاکنډ ډويژن ته کسټم ايکټ غځولو په اړه د حکومت هغه خبره نه مني چې ګواکې غواړي د ګاډو ټول مالومات وساتي چې دارنګه مشکوکه تر هګر يې د ورانکارۍ لپاره استعمال نکړي. نوموړې د سېشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې پر مهال وويل چې سوات د پاکستان په جوړولو کې قربانياني ورکړې خو له کله چې په پاکستان کې شامل شوی نو تباهي يې شروع شوې ده. د کسټم ايکټ غځېدو پر ضد د ملاکنډ ډويژن زياتره سياسي ګوندونو د سېشنبې په ورځ کاربندېز کړی وو او غوښتنه کوي چې دغه ګام دي بېرته واخستل شي. عبدالحي کاکړ له مسرت احمد زېب سره مرکه کړې او په سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې قامي اسمبلۍ ته يې څه وويل؟
د ګل په ورځ د پارلیمان په ګډه غونډه کې د پي ای اې پبلیک لېمېټېد کمپنۍ جوړولو بل د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد وړاندې کړ.
له مشال راډيو سره په خبرو کې علي رضا وویل چې اوس هره ورځ د خپلې سیمي تاڼې ته ورځي او خپله حاضري لګوي
د پښتونخوا وزیراعلا پروېز خټک هم ویلي ول چې د کوریډور مغربي لارې په نوم له پښتونخوا صوبې سره دوکه شوې ده او صوبايي حکومت به هم په دې ستونزه ټول ــ ګوندیزه غونډه رابللې ده
د اتوار په ماښام په اسلام اباد کې په یوه وینا کې وکړه او و یې وېل چې تر ۲۴ اپرېله وزیر اعظم نوازشریف ته وخت ورکوي چې استعفا ورکړه. ځکه چې په پاناما لیکس کې یې د کورنۍ غړیو د نومونو له افشاکېدو پس د حکومت کولو هېڅ اخلاقي جواز ورسره پاتې نه شو.
"په بلوچستان کې هره ورځ خراب شوي مړي غورځول کېږي، خو حکومت ادعا کوي چې دا د خپلواکۍ غوښتونکيو مړي دي چې په عملياتو کې د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي''
د خيبر ايجنسۍ د سپن قبر اوسېدونکی د پښتو شاعر فېروز خان اپريدی چې کله ۱۰ کاله وروسته کلي ته ستون شو نو خپل کور يې په کنډوالو بدل وليد. دغه کور نوموړي په عرب هېواد قطر کې د ۲۲ کلنۍ مزدورۍ په پېسو جوړ کړی وو. دی وايي، کور يې لشکر اسلام وسله والې ډلې وران کړی دی. له فېروز اپريدي سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې ده.
د پاکستان رسنيو رپورټونه ورکړي، چې د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې مذہبي تنظیم جماعت الدعوۃ د خپلمنځيو جګړو د حل لپاره ’دارالقضاء شریعہ‘ ثالثي نظام جوړ کړی دی. د رپوټونو ترمخه دا عدالت د جماعت الدعوه په مرکز چوبرجی لاهور کې جوړ کړل شوی دی. د يادې ډلې د عدالت جوړولو خبره په داسې حال کې مخې ته راغلې، چې د پاکستان پوځ په جنوبي پنجاب کې د وسلوالو خلاف عمليات شورو کړي. زموږ همکار ګل آياز په لاهور کې د دفاعی چارو کارپوه ډاکټر عایشه صديقه سره پر دې موضوع مرکه کړې، او په سر کې یې ترې پوښتلي چې جماعت الدعوه په پنجاب صوبه کې څومره اثر لري، او د دغه عدالت جوړښت څنګه دي؟ ډاکټر عائشه صديقه په جواب کې وايي:
د خېبر وليخیلو شاهد اپرېدی وایي، ''موږ نور دغه نظام نشو برداشتولی او د دې پرضد به مبارزه کوو''
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته