د قبایلي سیمې خیبر پارلېماني استازی الحاج شاه جي ګل اپریدی دا ردوي او وايي، په پنجاب کې پنجابیان او سرایکیان دوه لوی قامونه دي. ((پنجابیان او سرایکیان یو نه دي. [د هغوی تر منځ] دومره فرق دی لکه د هزاره او پښتون فرق.))
د ۲۰۱۴ م کال په ۱۶م ډیسېمبر پر پېښور ارمي پبلک سکول په وسله وال بريد کې د وژل شویو ماشومانو ۲۳ ميندو د نهې په ورځ په پېښور های کورټ کې د پېښې د عدالتي څېړنو لپاره درخواست جمع کړ. دا چې د وژل شوو ماشومانو کورنی ولې د عدالتي کميشن د جوړېدو غوښتنه کوي؟ حکومت ولې له عدالتي تحقيقاتو ډډه کوي؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي. د بحث مېلمانه د ارمي پبلک سکول شهدا فورم جنرل سيکرټري او د هايي کورټ وکيل اجون خان چې زوی اسفند خان يې په دې پېښه کې له لاسه ورکړی دی او خبريال وسيم احمد شاه چې د عدالتي او بشري حقونو په اړه رپورټونه او څېړنې کوي دي. په بحث کې د خيبر پښتونخوا د محصولاتو وزير امين ګنډه پور او د ارمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شوو دوو ماشومانو د مور مرکې هم شاملي دي. کوربه عبدالحی کاکړ دی.
"موږ نه د ډیورنډ کرښه منو، نه د دوی دا مخته راتګ. موږ دا مکلفیت لرو د افغانستان پوځ باید باالمقابل عکس العمل وښيي."
د مارچ اتمې لمانځلو موخه په ټولنه کې د ښځو بنیادي انساني حقونه خوندي ساتل دي، او دوی ته د تعلیم او کار، روزګار لپاره یو شان مواقعې برابرول دي.
د دې ګوند یوې مشر بشرې ګوهر د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډيو ته وویل، یوازې د پښتنو په سیمه کې د وسله والو او سختدریځو ضد له عملیاتو سره ناامني نشي ختمېدای.
نن د جمعې په ورځ به د دغه نهه کلنې ماشومې واده له یوه څوارلس کلن ماشوم هري چند سره کېدلو.
په لومړي عمل کې د ډېموکراټ او رېپبلېکن ګوند غړي له یو بل سره سیالي کوي چې د زیات ملاتړ په تر لاسه کولو، د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسمي کاندید شي.
شېراني غوښتنه کړې، تر دې مخکې چې قانون نافذ شي، د اسلامي مسایلو په پام کې نیولو لپاره دې کونسل ته واستول شي.
خبریال شهزاده ذوالفقار يې په ځواب کې وویل، په دې عملياتو کې د بلوڅو بېلتونپالو وژل لا هم سم معلوم نه دي. هروخت دوی داسې ادعاوې کوي، خو نه د هغوی مړي ښکاره کوي او نه يې هم ورسره نیول شوې وسله ليدل کېږي؛.
د ممتاز قادري په پانسۍ کولو رياست څه پيغام ورکړ؟ د پنجاب صوبې د پخواني ګورنر د قتل په مقدمه کې مجرم ګرځول شوي ممتاز قادري ته د دوشنبې په ورځ پانسۍ کړل شو. ددې ګام پر ضد د ممتاز قادري په زرګونو پلويانو چې تړاو يې له مختلفو ګوندونو او ډلو سره وو لاريون وکړ. د ممتاز قادري د پانسۍ کولو سره دولت يا رياست څه پيغام ورکړ او دا چې د ده د پلويانو غبرګون ولې هغسي شديد نه وو چې تمه کېدله؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سياسي چارو پوهانو علي ارقم، مونا نصير ، خالد فاروقي، ديني عالم ډاکټر جاويد احمد غامدي او د مشال راډیو همکار داود خټک سره څېړل شوې دي. کوربه عبدالحی کاکړ دی
سرتاج عزیز پوښتنه وکړه، "څوک به وغواړي چې خپل ګاونډی په دې هېله اور ته واچوي چې د ده شاغولی به خوندي وي"
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته