نن د جمعې په ورځ به د دغه نهه کلنې ماشومې واده له یوه څوارلس کلن ماشوم هري چند سره کېدلو.
په لومړي عمل کې د ډېموکراټ او رېپبلېکن ګوند غړي له یو بل سره سیالي کوي چې د زیات ملاتړ په تر لاسه کولو، د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسمي کاندید شي.
شېراني غوښتنه کړې، تر دې مخکې چې قانون نافذ شي، د اسلامي مسایلو په پام کې نیولو لپاره دې کونسل ته واستول شي.
خبریال شهزاده ذوالفقار يې په ځواب کې وویل، په دې عملياتو کې د بلوڅو بېلتونپالو وژل لا هم سم معلوم نه دي. هروخت دوی داسې ادعاوې کوي، خو نه د هغوی مړي ښکاره کوي او نه يې هم ورسره نیول شوې وسله ليدل کېږي؛.
د ممتاز قادري په پانسۍ کولو رياست څه پيغام ورکړ؟ د پنجاب صوبې د پخواني ګورنر د قتل په مقدمه کې مجرم ګرځول شوي ممتاز قادري ته د دوشنبې په ورځ پانسۍ کړل شو. ددې ګام پر ضد د ممتاز قادري په زرګونو پلويانو چې تړاو يې له مختلفو ګوندونو او ډلو سره وو لاريون وکړ. د ممتاز قادري د پانسۍ کولو سره دولت يا رياست څه پيغام ورکړ او دا چې د ده د پلويانو غبرګون ولې هغسي شديد نه وو چې تمه کېدله؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سياسي چارو پوهانو علي ارقم، مونا نصير ، خالد فاروقي، ديني عالم ډاکټر جاويد احمد غامدي او د مشال راډیو همکار داود خټک سره څېړل شوې دي. کوربه عبدالحی کاکړ دی
سرتاج عزیز پوښتنه وکړه، "څوک به وغواړي چې خپل ګاونډی په دې هېله اور ته واچوي چې د ده شاغولی به خوندي وي"
د خېبر پښتونخوا لپاره نوی نومولی ګورنر اقبال ظفر جګړا له مشال راډېو سره په یو ځانګړې مرکه کې وویل، بې کوره شوي او جنګ ځپلی قبایلي ولس خپلو کورنو ته په عزت ستنول، په قبایلي سیمو کې تلپاتې امن او بیا د قبایلې ولس په خوښه د قبایلي سیمو اییني او قانوني اصلاحات به یې په لومړیتوبونو کې وي. نوموړی به سبا د زیاتر په ورځ د خپلې څوکۍ لپاره سوګند کوي. د مشال راديو خبریال خالد خان ورسره مرکه کړې.
په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو کارپو اکرام هوتي وايي مرکزي حکومت ځکه د مشترکه مفاداتو کونسل د غونډې له رابللو ډډه کوي چې د ده په خبره صوبايې حکومتونه خپل حقونه غواړي او مرکزي حکومت يې منلو ته چمتو نه دی. زموږ همکار اسرار مومند له اکرام هوتي سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د مشترکه مفاداتو کونسل څه ته ويل کيږي ؟ دا مرکه دلته په غږ کې اورېدلی شئ:
پراګ: د پاکستان حکومتي شمېرې ښيي، په دې هيواد کې شا و خوا دوه کروړه څلويښت لکه ماشومان له سکولونو بهر دي. دا خبره په پاکستان کې د تعليمي پرمختګ لپاره د کارکونکې غير دولتي ادارې – الف علان – په هغه رپورټ کې شوې چې د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه خپور شوی دی. په سوات کې د دې ادارې يوه چارواکي جواد اقبال نن (شنبه) مشال راډيو ته وويل چې په خېبر پښتونخوا کې د ۲۰۱۴م کال پرتله په ۲۰۱۵م کال کې له تعليمه د ماشومانو په بې برخې کېدو کې زياتوالی راغلی دی . د جواد اقبال په وینا ، په قبايلي سيمو کې هم ۶۰ فيصده ماشومان سکولونو ته نه ځي چې زياتره شمېره پکې د نجونو ده. نوموړي وویل چې په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ ۱۸ فیصده ښوونکي سکولونو ته نه حاضریږي. د الف اعلان په دې رپوټ کې ويل شوي چې له شاوخوا – پنځه کروړه ديرش لکه – ماشومانو څخه چې عمرونه یې د پنځو او شپاړس کلونو تر منځ دي ، 47 فيصده یې له تعليمه بې برخې دي. د الف اعلان له چارواکي جواد اقبال سره د مشال راډیو خبریال اسرار عالم مومند مرکه کړېده. د جواد اقبال مرکه دلته واورئ
مرکزي حکومت له خېبر پښتونخوا صوبې سره نه یوازې د بجلۍ اویا اربه روپیو بقایه جات منلي دي بلکې اوس به هر کال د بجلۍ خالصې ګټې په لړ کې د شپږ اربو روپیو پرځای اتلس اربه روپۍ ورکوي.
د پاکستان بشري حقونو وزیر زاهد حامد په وینا چې وزیراعظم سرکاري ملازمینو ته بشري حقونو په اړه تربیت ورکولو لپاره د یوې ادارې منظوري هم ورکړې ده او بشري حقونو پوهاوي لپاره په نصاب کې به مضامین هم شاملوي.
د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د چار شنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد د ضرب عضب عملیاتو د وروستۍ مرحلې پېلولو اعلان وکړ. پوځ ويلي وو چې د عملياتو مقصد شمالي وزيرستان له وسله والو طالبانو پاکول دي. پوښتنه داده چې ايا د عملياتو لومړی مرحله کاميابه وه چې اوس يې دويم پړاو پيلولو اعلان وکړ؟ په دې اړه د عبدالحي کاکړ راپور واورئ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته