له ال بکرويي سره دوه نور مله کسان چې سي سي ټي وي یا پټو کېمرو یې تصویرونه اخیستي ول، هم نیول شوي خو پېژندګلو یې لا نه ده شوې.
دا به د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني حکومت کې تر راتلو پس د پاکستان لومړۍ دوره وي.
د سيند پوليسو څانګې مشر ای ډي خواجه پېښه په بام کې نیولې او د ځايي تاڼې مشر یې له خپلې دندې هیسته کړی دی.
د بروکسل په هوایي ډګر او د دې ښار مېټرو په یوه تمځي کې په درېیو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات ټپیان دي.
د چارواکو له خولې ویل کېږي چې په هوايي ډګر کې له چاودنې ۱۳ تنه ووژل شول او ۳۵ نور ژوبل دي. چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه ښايي د ځانمرګۍ بم بریدکوونکي وه.
د هوايي ډګر ترڅنګ په برسلز کې اورګاډي هم تړل شوي دي. تر اوسه د چاودنې وجه نه ده معلومه شوي.
د سولې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي، یو شمېر افغان چارواکي باید د سولې په اړه د خلکو تر منځ د بدبینۍ پر ځای خوشبیني پيدا کړي.
قدرتي افتونو منظمولو ملي اداره وايي، پرله پسې بارانونو د خېبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې ٢٥٨ کورونو ته هم زیان اړولی دی.
د ټولنيزو چارو پوه خادم حسين وايي لوبې قامونه يو بل ته رانږدې کوې او نفرتونه ختموي خو د پاکستان او هندوستان د ناسمو پالېسيو له کبله د دواړو هېوادونو ولسونه د کرکټ مقابلې ته د جنګ په سترګه ګوري. زموږ همکار اسرار عالم مومند سره په خبرو کې خادم حسين وايي د يادو دواړو هېوادونو حکومتونو د خپلو ستراتيژيکو ګټو لپاره سپورټس يا لوبې د محب وطنۍ پورې تړلې دې چې له وجې يې لوبې د ولسونو ترمنځ د محبت زياتولو پر ځای د نفرت او دښمنۍ سبب ګرځيدلی دی.
د ښځو خونديتوب قانون د مذهب نه بلکې د مرد سالارۍ خلاف دی. د ښځو خونديتوب د قانون په اړه د پنجاب حکومت او مذهبي ګوندونو ترمنځ لا هم اختلاف ختم شوي نه دي. دغه قانون پنجاب اسمبلۍ شاوخوا دوې اونۍ وړاندې په متفقه توګه منظور کړی و. د هېواد شاوخوا ۳۰ مذهبي ګوندونو قانون رد کړ او دا يې غير اسلامي اوغير شرعي وبللی. په دې اړه عبدالحي کاکړ د امريکا په آسټن پوهنتون زده کوونکې اغلې اوربلې چې د اسلام په رڼا کې د صنفي چارو پر موضوع ډاکتري کوي،سره مرکه کړې ده. له هغې پوښتل شوي چې د دې په فکر مذهبي ګوندونه ولې د قانون مخالفت کوي؟
د ۲۰۱۵م کال له جنورۍ راهیسې یو میلیون کډوال له ترکیې په کشتیو کې یونان ته اوښتي دي، او یوازې سږ کال یو لک دوه دېرش (۱۳۲۰۰۰) کډوال ورسېدلي دي.
پروېز مشرف په ۱۹۹۹ م کال کې د یو پوځي کودتاه په کولو سره واکمن شو چې اول د پوځ مشر او وروسته بیا تر ۲۰۰۸ م کال پورې د پاکستان ولسمشر و.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته