پروېز مشرف په ۱۹۹۹ م کال کې د یو پوځي کودتاه په کولو سره واکمن شو چې اول د پوځ مشر او وروسته بیا تر ۲۰۰۸ م کال پورې د پاکستان ولسمشر و.
سېد عالم مسود وفاقي حکومت د چين ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې پر غربي سړک د کار پېلولو ژمنه کړې او د توانايي منصوبې به هم سر ته رسوي خو تراوسه یې پوره نکړې.
په قومي اسمبلۍ کې دا قرارداد د واکمن ګوند مسلم لیګ نون غړي او د هندو کونسل مشر رمېش کمار واکواني وړاندې کړی وو.
افراسیاب خټک چې دغه کتاب یې لوستی دی، وایي غني خان د پښتنو ژوند، کلتور او د ټولنې ځینې نورې خبرې داسې بیان کړي دي لکه په انګریزۍ کې چې یې ټپه ویلې وي.
دا خو بيا تر مطالعې وروسته راته پته ولګېده چې باچاخاني او غني خاني د ژوند تېرولو دوه داسي مختلف سفرونه دي چې په اخري تجزيه کې يې منزل يو دی.
يو وخت به د پاکستان حکومت دليل ورکوی چې د وسله والو مرکزونه په قبايلي سيمو کې دي نو ځکه هغوی په اسانۍ په ښاري سيمو کې بريدونه کولای شي خو اوس چې د ضرب عضب عملياتو وروسته پوځ دا ادعا کوي چې د وسله والو مرکزونه يې وران کړي دي نو پوښتنه راپورته کيږي چې بيا ولې په ښاري سيمو کې چاودنې او د ترهګرۍ پيښې کيږي؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا او نورې پوښتنې د دفاعي چارو له پوهانو بريګيډير سيد نذير او بريګيډير سعد محمد خان او خبريال شوکت خټک سره څېړل شوي دي. کوربه عبدالحی کاکړ دی.
په لېډي ریډینګ روغتون کې د یو سپینږیري پلار ژړا ډېره دردوونکې وه، چي خپل بل زوی ته په موبایل ټېلیفون د خپل وژل شوي زوی د مړینې خبر ورکوي.
په پېښور کې د سیکریټرېټ کارکوونکیو په بس کې له چاودني وروستو د وژل شویو کسانو کورنۍ سخت غم او ویر په حال کې دي. د پېښور په لېډي ریډینګ روغتون کې سیاسي مشرانو پر صوبايي او مرکزي حکومت نیوکې کړي چې د ولس خوندیتوب لو ژغورنې لپاره یې کوټلي او سم ګامونه نه دي پورته کړي خو صوبايي وزیران وايي د دوی په سيمه کې یو جنګ روان دی خو له دوی سره وفاقي حکومت په دې لړ کې پوره مرسته نه کوي. د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې د خېبر پښتونخوا حکومتي وزیرانو ویلي له مرکزي حکومته یې غوښتنه کړې چې اېف سي ځواکونه دې د دوی صوبايي حکومت ته وسپارل شي. دوی زیاتوي مرکزي حکومت دې یواځې د پنجاب محفوظولو پالیسي پرېږدي.
غني خان په لومړي ځل د نړۍ د پرمختللو تهذیبونو او ټولنو فکر په خپله لمن کې لکه د ګلونو راټول کړل او د پښتنو راروانو نسلونو ته يې په لار کې وشیندلو
د فاټا تعليمي اصلاحي جرګې صدر اطلس خان شېراني مشال راډیو ته ووېل چې په قبایلي سیمو کې د ۵۰۰۰ نورو تعليمي ادارو ضرورت دی او حکومت لګیا دی دلته سکولونه بندوي، چې د فاټا له ماشومانو سره زیاتی دی.
د سېشنبې پر ورځ په خوست کې د قومي مشرانو په هلو ځلو د دوو کورنیو تر منځ د دېرش کلنۍ دښمنۍ ټوپۍ، چې د دواړو لورو شپږ کسان په کې وژل شوي ول ړنګه او دا اوږده دښمني په دوستي بدله شوه.
د فاټا وکیلانو ټولنې یو مشر اعجاز مومند وايي [موږ] له ډېر پخوا راهیسې بیا بیا دا خبره [کوو] چې د قبایلي سیمو اصلاحاتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د [پنجاب ایسټېبلیشمېنټ] دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته