غني خان په لومړي ځل د نړۍ د پرمختللو تهذیبونو او ټولنو فکر په خپله لمن کې لکه د ګلونو راټول کړل او د پښتنو راروانو نسلونو ته يې په لار کې وشیندلو
د فاټا تعليمي اصلاحي جرګې صدر اطلس خان شېراني مشال راډیو ته ووېل چې په قبایلي سیمو کې د ۵۰۰۰ نورو تعليمي ادارو ضرورت دی او حکومت لګیا دی دلته سکولونه بندوي، چې د فاټا له ماشومانو سره زیاتی دی.
د سېشنبې پر ورځ په خوست کې د قومي مشرانو په هلو ځلو د دوو کورنیو تر منځ د دېرش کلنۍ دښمنۍ ټوپۍ، چې د دواړو لورو شپږ کسان په کې وژل شوي ول ړنګه او دا اوږده دښمني په دوستي بدله شوه.
د فاټا وکیلانو ټولنې یو مشر اعجاز مومند وايي [موږ] له ډېر پخوا راهیسې بیا بیا دا خبره [کوو] چې د قبایلي سیمو اصلاحاتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د [پنجاب ایسټېبلیشمېنټ] دی.
د ټول فاټا اتحاد مشر ملک خان مرجان وايي، په شمالي وزیرستان کې د خلکو کورونو او کاروبار ته زیانونه رسېدلي دي نو دوی غواړي چې خپلې سيمې آبادې کړي. دی وايي، حکومت ته خواست کوي چې پښتنو قبایلو دې په سپک نظر نه ګوري.
خوست کې هم په دې موده کې تر ۲۸۰ تنو پورې نرس قابله ګانې روزل شوي، خو ډېری يې په ښار کې کاروبار کوي او د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو او کلینکونو کې دندو ته چندانې زړه نه ښه کوي.
د خېبر پښتونخوا نوی ګورنر وايي، د قبایلي سیو راتلونکې پرېکړه به د قبايليو ولس په خوښه او ډېره ژر وکړي. د مشال راډيو له خبریال شبیر احمد جان سره په یوه ځانګړې مرکه کې اقبال ظفر جګړا وویل، پر اصلاحاتي کمیټۍ چې د قبايلي ولس څه تحفظات دي هغه به هم په سلا مشوره لیرې کړل شي.
د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل پاکستان ډاډ ورکړی چې طالبان به د روانې میاشتې په اوږدو کې خبرو ته حاضروي.
په انقره کې له خونړي بریده پس ترکي جنګي الوتکو د عراق شمال کې پر کردي یاغیانو بمبار کړی دی.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د کرکيلې یو کارپوه فضل منان وايي، له اوسنیو ورښتونو د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او هزاره ډوېژنونو کې د مېوو باغونو ته زیان رسېدلی شي، ځکه چې ونو ګل نیولی دی.
پښتنې ليکوالې ۷۷ کلنې زيتون بانو ته دملګروملتونو په يوه غونډه کې د پښتو ادب د لومړۍ مېرمنې اعزاز ورکړل شو. تر اوسه د هغې ۱۳ کتابونه چاپ شوي دي چې درې د پښتو افسانې او يوه د ډرامو مجموعه ده. نوموړې د 'منجله' په نوم د شاعرۍ یو کتاب هم لري. 'شګول مزل' افسانه د نوموړې راروان کتاب دی.
ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، ستاسو سم معلومات د هرې مرمۍ قوت سل چنده زیاتوي او که معلومات نیمګړي وي د یوې پرځای سل مرمۍ بې ځایه مصرفېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته