ضیاءالحق امرخېل وویل، چې د هېواد د سولې او ټیکاو لپاره باید ټول قومونه یو بل ته لاس ورکړي، ځکه یو شمېر مشخصو کړیو پر قومونو معاملې کړي، خو ولس محروم او مظلوم پاتې شوی دی
د بلوچستان حکومت ادعا کوي چې په وژل شویو بلوڅ بېلتونپالو کې د افغانستان یو وګړی اسلم اچو هم شامل دی چې د خېربخش مري فکري ملګری وو
د پوهنتون زده کووکي ادعا کوي چې د هلکانو هاسټلونو مشر په پوهنتون کې د اسلامي جمعیت طلبه د تنظیم سازۍ لپاره مرسته کوي او غوښتنه یې ده چې دی دې له خپلې دندې هیسته کړل شي. خو نوموړی تورونه ردوي.
د قبایلي سیمې خیبر پارلېماني استازی الحاج شاه جي ګل اپریدی دا ردوي او وايي، په پنجاب کې پنجابیان او سرایکیان دوه لوی قامونه دي. ((پنجابیان او سرایکیان یو نه دي. [د هغوی تر منځ] دومره فرق دی لکه د هزاره او پښتون فرق.))
د ۲۰۱۴ م کال په ۱۶م ډیسېمبر پر پېښور ارمي پبلک سکول په وسله وال بريد کې د وژل شویو ماشومانو ۲۳ ميندو د نهې په ورځ په پېښور های کورټ کې د پېښې د عدالتي څېړنو لپاره درخواست جمع کړ. دا چې د وژل شوو ماشومانو کورنی ولې د عدالتي کميشن د جوړېدو غوښتنه کوي؟ حکومت ولې له عدالتي تحقيقاتو ډډه کوي؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي. د بحث مېلمانه د ارمي پبلک سکول شهدا فورم جنرل سيکرټري او د هايي کورټ وکيل اجون خان چې زوی اسفند خان يې په دې پېښه کې له لاسه ورکړی دی او خبريال وسيم احمد شاه چې د عدالتي او بشري حقونو په اړه رپورټونه او څېړنې کوي دي. په بحث کې د خيبر پښتونخوا د محصولاتو وزير امين ګنډه پور او د ارمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شوو دوو ماشومانو د مور مرکې هم شاملي دي. کوربه عبدالحی کاکړ دی.
"موږ نه د ډیورنډ کرښه منو، نه د دوی دا مخته راتګ. موږ دا مکلفیت لرو د افغانستان پوځ باید باالمقابل عکس العمل وښيي."
د مارچ اتمې لمانځلو موخه په ټولنه کې د ښځو بنیادي انساني حقونه خوندي ساتل دي، او دوی ته د تعلیم او کار، روزګار لپاره یو شان مواقعې برابرول دي.
د دې ګوند یوې مشر بشرې ګوهر د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډيو ته وویل، یوازې د پښتنو په سیمه کې د وسله والو او سختدریځو ضد له عملیاتو سره ناامني نشي ختمېدای.
نن د جمعې په ورځ به د دغه نهه کلنې ماشومې واده له یوه څوارلس کلن ماشوم هري چند سره کېدلو.
په لومړي عمل کې د ډېموکراټ او رېپبلېکن ګوند غړي له یو بل سره سیالي کوي چې د زیات ملاتړ په تر لاسه کولو، د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسمي کاندید شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته