که پاکستان د ترهګرۍ ځپلو لپاره یو نوی باب پرانیزي نو باید د ترهګرۍ وروستیو پېښو، روڼه او هراړخیزه عدالتي پلټنه وکړي.د دې پر موندنو او پر سپارښتونو عملداري به روانې لوبې ته د پای ټکی کېږدي چې د ترهګرۍ په نامه کېږي. له دې علاوه دې د ترهګرۍ جګړې پروړاندې یوه اغېزمنه او پرمغزه لارنقشه وړاندې کړل شي.
سيد عالم مسود وايي د پاکستان/چين اقتصادي پروژه کې له سړک سره د تړلو صنعتي زونونو لپاره شپږ زره اربه روپۍ ايښودل شوي چې پکې وزير اعلا پروېز خټک هغه سړک غوره کړو چې يوازې اته اربه روپۍ لګښت پرې راځي.
پرويز خټک په اقتصادي راهدرۍ کې له پښتنو سره دهوکه کړی د پاکستان/چين اقتصادي کاريډور فرنټ په نامه د سازمان مشر ډاکټر سيد عالم مسعود وايي دوي د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پرويز خټک د استفا غوښتنه کوي ځکه چې په ياده پروژه کې يې له پښتون ولس سره دهوکه کړی. نوموړی وايي پرويز خټک په بېجېنګ کې د اقتصادي کاريډور په اړه غونډه کې د پښتنو حق له لاسه ورکړی.سيد عالم مسعود وايي بايد چې مغربي ريلوې پټلۍ د بيشام نه د ملاکنډ په لاره پېښور،ژوب،کويټه او بيا ګوادر ته ولاړه شي او دوي د دې نقشه هم اعلا وزير ته ورکړې وه خو پرويز خټک دغه لار وبېله او له پېښوره تر کراچۍ يې هغه ريلوې لاره ومنله کومه چې د لاهور په ګټه او پښتنو په تاوان ده. سيد عالم مسعود وايي د پاکستان/چين اقتصادي پروژه کې له سړک سره د تړلو صنعتي زونونو لپاره شپږ زره اربه روپۍ ايښودل شوي چې په کې وزيراعلا پرويزخټک هغه سړک غوره کړو چې يوازې اته اربه روپۍ خرچه پرې راځي. د ډاکټر سيد عالم مسعود مرکه د غږ په ځاي کې اوريدلی شئ.
پوځي سرچینو مشال رېډیو ته ویلي، پوځي عدالتونو ته ولسي یا سیویلین ادارو د ترهه ګرۍ سره په تړاو ټولې ۲۷۶ مقدمې استولې وې چې پکې ۱۶۱ کسانو ته د مرګ او ۱۱۵ کسانو د عمر قېد سزا اورول شوی ده.
د پاکستان قامي موسمياتو محکمې دایرېکټر ډاکټر حنيف وايي، له ۱۹۹۸ م کال پس دا د ملک اوږده وچکالي ده او د دې وجه د نړۍ په کچه موسيماتي او ماحولياتي بدلون دی
د اقتصادي چارو کاروپه اکرام هوتي وایي د هېواد په کچه راټوله شوې خالصه مالیه (ډیویزیبل پول) هغه محصولاتو ته ویل کیږي کوم چې د ټېکسونو او غېر ټېکسونو په مد کې حکومت ته راځي نو هغه بیا د وفاق او صوبو ترمینځ تقسیمیږي. د اکرام هوتي په وینا چې دا محصولات له مختلیفو محکمو راغونډېږي چې پکې واپډا، ګېس او د ټېليفون غوندې محکمې هم پکې شاملې دي. له نوموړي سره د مشال راډيو همکارې رابعې اکرم خان مرکې کړې دي.
یو افغان د اروپايي ټولنې پر کچ د مخابراتو او موبایل ټېکنالوژۍ په برخه کې د څېړونکي په توګه ټاکل شوی دی. د بغلان اصف حبیبي څه د پاسه یو کال د موبایل ټېلېفون د پینځم نسل (یا ۵ – جي) ټېکنالوژۍ په اړه څېړنه کړې وه. د نوموړي مرکه واورئ.
د بغلان اصف حبیبي څه د پاسه یو کال د موبایل ټېلېفون د پینځم نسل (یا ۵ – جي) ټېکنالوژۍ په اړه څېړنه کړې وه چې د جرمني د کایزرز لاوترن په تخنیکي پوهنتون کې ورته د څېړونکي او ډاکترۍ زده کوونکي په توګه دنده ورکړل شوې ده.
د پګواش په نامه ايټالوي ادارې ول حکومت پر ځای په حکومت کې يوه برخه غواړي. مشال ريډيو ته په ځانګړې توګه رسېدلې دې طرحه کې ۱۷ ټکي شامل دي. طالبانو دا طرحه ښه بللې خو افغان چارواکي وايي که وسله وال سوله غواړي نو حکومت سره دې مستقيم مذاکرات وکړي.
۶۰ کلن نامتو شاعر ادیب او ژباړونکی ډاکټر عبدالخالق زیار د دوشنبې ګهیځ د زړه دورې (سکتې) له کبله ساه ورکړه
په دې ورستیو کې د پاکستان په سینیټ کې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ او ټیلي کمیونیکېشن د ذیلي کمیټۍ یوې غونډې ته ویل شوي چې په قبایلي سیمو او بلوچستان کې د انټرنیټ د سهولت خورولو لپاره له ایښودل شوي فنډ نه پنځوس کروړه روپۍ اخیستل شوي او د پنجاب صوبې په سیالکوټ کې پرې د لوبو یو مېدان جوړ کړی شوی دی.
غیرسرکاري اداره مهک له تېرو درو کلونو راهیسې د پاکستان د بېلا بېلو سيمو ښځينه کارکوونکیو د ستاينې او ډاډ په خاطر هغوی ته ایکسلېنسي اېوارډ (غوره والي جایزه) ورکوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته