په پښتو کې د صاحبزاده صاحب کتاب ؛پښتانه شخصیات؛ نه یوازې زیات لوستل شوی دی بلکې د پښتنو مشرانو په اړه د مقالو دا کتاب داوخت د اېم اې پښتو د سلېبس برخه هم ده.
د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني لور فاطمه رباني په دې وروستیو کې د بازار په نوم له يوې مجلې سره مرکه کړې
دلیپ کمار د پيښور له قصه خوانۍ سره نږدې محله خدادا اوسیدونکی دی د هغه د کورنۍ ځني غړي اوس هم هلته ژوند کوي.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پروېز خټک وايي د بدلون په نوم یې ووټ اخیستې او په حکومتي ادارو کې یې یو شمیر بدلونونه وکړل.
د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانۍ سلاکاره او سولې او مشارکت لپاره د ښځو ادارې مشره قهرمانه کاکړ وايي افغان حکومت چې هرې وسله والې ډلې سره مذاکرات کوي بايد د مېرمنو حقونو ته پکې پام وکړي. نوموړې سره د مشال ريډيو همکار بشير ګواښ مرکه کړې.
د ملګروملتونو پراختیایي اداره غواړي په خپل مالي لګښت د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو ستونزو اواري په موخه د جنس (نر او ښځه) ترمنځ پر برابرۍ ولاړې ټولنې جوړه کړي.
د پاکستان بشري حقونو کمیشن وايي، په پاکستان کې په تېرو درو کالونو کې د ناموسي وژنو شاوخوا دوه زره پېښې رپورټ شوې دي.
له کله چې د ايران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو ترمنځ جوهري تړون شوی له هغه را وروسته شل په نړيواله کچه تر ټولو لويه کمپنۍ ده چې په دې هېواد کې د تيل او ګيس موندولو پر زيرمو کار کوي.
د وخت له تېرېدو سره په نړۍ کې هوايي سفر خوندي شوی دی. که څه هم خلک اوس د پخوا په نسبت په هوا کې زیات سفر کوي خو د هوایي حادثو شمېر او په ځاني نقصان کې کمی شوی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د ښځو حقونو یوه کارکونکې وږمه فېروز وایي ناامنۍ او ټولنیزو مسلو تر ټولو زیات د ښځو ژوند اغېزمن کړی.
د هند په امرتسر کې د دسمبر په څلورمه نېټه د اسيا زړه کانفرنس کې افغان او هندي چارواکیو يو ځل بيا پر پاکستان تورونه پورې کړل چې د ترهګرۍ ضد پاليسې يې په دوه مخيتوب ولاړه ده. اسلام اباد دا تورونه ردوي.
د بشري حقونو قامي کمېسیون (نېشنل کمېشن اف هیومن رایټس) اندېښنه ښودلې چې په پاکستان کې د ماشومانو او نرښځیانو شکنجه کولو او ځورولو پېښې ورځ تر بلې سېوا کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته