د افغانستان د سولې عالي شورا پخوانۍ سلاکاره او سولې او مشارکت لپاره د ښځو ادارې مشره قهرمانه کاکړ وايي افغان حکومت چې هرې وسله والې ډلې سره مذاکرات کوي بايد د مېرمنو حقونو ته پکې پام وکړي. نوموړې سره د مشال ريډيو همکار بشير ګواښ مرکه کړې.
د ملګروملتونو پراختیایي اداره غواړي په خپل مالي لګښت د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو ستونزو اواري په موخه د جنس (نر او ښځه) ترمنځ پر برابرۍ ولاړې ټولنې جوړه کړي.
د پاکستان بشري حقونو کمیشن وايي، په پاکستان کې په تېرو درو کالونو کې د ناموسي وژنو شاوخوا دوه زره پېښې رپورټ شوې دي.
له کله چې د ايران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو ترمنځ جوهري تړون شوی له هغه را وروسته شل په نړيواله کچه تر ټولو لويه کمپنۍ ده چې په دې هېواد کې د تيل او ګيس موندولو پر زيرمو کار کوي.
د وخت له تېرېدو سره په نړۍ کې هوايي سفر خوندي شوی دی. که څه هم خلک اوس د پخوا په نسبت په هوا کې زیات سفر کوي خو د هوایي حادثو شمېر او په ځاني نقصان کې کمی شوی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د ښځو حقونو یوه کارکونکې وږمه فېروز وایي ناامنۍ او ټولنیزو مسلو تر ټولو زیات د ښځو ژوند اغېزمن کړی.
د هند په امرتسر کې د دسمبر په څلورمه نېټه د اسيا زړه کانفرنس کې افغان او هندي چارواکیو يو ځل بيا پر پاکستان تورونه پورې کړل چې د ترهګرۍ ضد پاليسې يې په دوه مخيتوب ولاړه ده. اسلام اباد دا تورونه ردوي.
د بشري حقونو قامي کمېسیون (نېشنل کمېشن اف هیومن رایټس) اندېښنه ښودلې چې په پاکستان کې د ماشومانو او نرښځیانو شکنجه کولو او ځورولو پېښې ورځ تر بلې سېوا کېږي.
افغان چارواکو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون په میدان ورګ ولایت کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د يو زده کوونکي اعدامول په سختو ټکو کې غندلي دي. دوی دا وژنه غير اسلامي بللي چې په وينا يې هيڅ جواز نه جوړيږي.
عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۷۳ م د دسمبر په ۲مه نېټه د سپېدو په څلور بجې پر جمال الدین افغاني سړک په خپل کور کې د لاسیي بمونو په برید کې ووژل شو او په خپل پلرني ټاټوبي ګلستان عنایت الله کارېز کې خاورو ته وسپارل شو.
د پاکستاني پوځ نوي مشر جنرال قمر جاويد باجوه په داسي حال کې خپل رسمي کار بيل کړی چې ددې هېواد له ګاونديو هېوادونو افغانستان او هند سره اړيکې تر بل هر وخت خرابه دي. پوځ په کراچۍ او فاټا کې هم د وسله والو پرضد عملياتو کې ښکېل دی. د پاکستان دغو بهرنيو او کورنيو ننګونو ته په کتو سره پوښتنه راپورته کېږي چې ايا نوی پوځي مشر به په دې حالاتو کې څه بدلون راولي او که څنګه؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا او نورې پوښتنې د پاکستاني پوځ له پخواني چارواکي بريګېډيېر سعد محمد خان او د دفاعي چارو پوه زلمي خټک سره څېړل شوي دي.
د نوي پوځي مشر لپاره دا وخت د چيف اف جنرل سټاف ليفټيننټ جنرال زبير حيات، د ملتان کور کمانډر ليفټيننټ جنرال اشفاق نديم احمد، د بهاولپور کورکمانډر ليفټيننټ جنرال جاويد اقبال رامدې او ليفټيننټ جنرل قمر جاويد باجوه نومونه لومړي وزير نواز شريف ته لېږل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته