ټاکل شوېده چې یو شمېر پښتانه ملت پال مشران په روانه اونۍ کې د افغان ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته ولاړ شي. دا چې په دې بلل شوو مشرانو کې څوک او څوک شامل دي او هلته به پر څه خبرې اترې کوي. زموږ همکار بوریوال کاکړ د دې پلاوي له یو غړي او سېنېټر افراسیاب خټک سره مرکه کړېده او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې له دوی سره به نور کوم مشران ملګري وي؟ افراسیاب خټک وايي،
د ږوب،کلا سېف الله او موساخېل سیمو یو شمېر مالدارانو پر ټیلیفون مشال راډیو ته ووېل چې بارانونه نشته او د دوی د مال او څارویو لپاره هم نه واښه شته او نه اوبه.
ایاز مندوخېل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په پښتنه سیمه که هغه په افغانستان کې ده که په پاکستان کې، د تعلیم پر ضد سخت مخالفت روان دی
یو مدني فعال وايي، چې په تېره دیارلس کلنه دوره کې دې هغه وزیران او والیان چې په اداري فساد او غلاوو کې يې لاس وو، له دندو ګوښه او پر ځای دې اهل او ژمن کسان معرفي شي
سازمان په خپل راپور کې زیاتوي چې د خبریالانو وژنه زیاتره په هغه هېوادونو کې رامخې ته شوې ده، چې خونړۍ شخړې پکې دوام لري، لکه عراق، سوریا، اوکراين، افغانستان او پاکستان.
د عوامي نیشنل ګوند ولي ډلې مرکزي جنرل سیکرټري او د عوامي نیشنل ګوند پخوانی صوبايي صدر اورنګ زیب کاسی وايي، شاوخوا ۴۲ کاله چې يې د کوم سیاسي ګوند تر بېرغ لاندې سیاست کړی وو، هغه ګوند يې د ډيورنډ کرښې له وجې پرېښود. ښاغلی کاسی زیاتوي، د اې اين پي مشر اسفندیارخان دوي ته وویل، چې ډېورنډ کرښه اوس په قبر کې ښخه شوې، او دوي نور پاکستانی سیاست کوي. د کاسي په خبره تردې وروسته يې پرېکړه وکړه، چې له دې ګوند سره څلوېښت کلنه ملګېري ختمه کړي. له سیاستوال اورنګ زیب کاسي سره په کوټه کې زموږ خبریال خدای نور ناصر د مشال مرکه کړې، چې ستاسو پام ورته راګرځوو
ډاکټر ارم ارشاد وايي، چې د ارمي پبلیک سکول پېښې پس په ماشومانو کې ویره پیدا شوې ده او ورځنی ژوند یې اغېزمن شوی دی.
د کورنیو چارو د وزارت د مالوماتو له مخې په کال ۲۰۱۴ کې د تېرو پنځو کلونو په پرتله تر ټولو کمې د ترهګرۍ پېښې شوې، او تر ټولو لږ وګړي وژل شوي دي.
د د بوستانزو حوضې په بیانزو کلي د پېښې پر ضد د سنګين خلکو لاريون وکړ او له ولسمشره يې غوښتنه وکړه چې دسنګين پيښې ککړ دې عدالت ته وسپاري. لاريون کوونکو خبرداری ورکړ، که چېرې ولسمشر خپله د دې پېښې پلټنه او ګروږنه ونه کړي دوى به لاريونونو ته دوام ورکړي او د حکومت له همکارۍ به لاس واخلي.
د شمالي وزیرستان یو لوی دیني عالم مولوي عبدالخالق غونډې ته وویل، چې نن د پوځ او طالبانو په جنګ کې ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیږي.
په ټوله جمهوري دنیا کې د ابلاغ آزادي دا اجازت نه ورکوي چې د بل د عقیدې یا سوچ او فکر خلاف دې نفرت خور کړل شي او یا دې په نورو خلکو خپله عقیده وتپل شي.
د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډرې مولز رسنیو ته وویل چې، له پوره ارزونې او اوږدو بحثونو څخه وروسته یې د ملي لوبډلې لیسټ اعلان کړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته