د خېبر پښتونخوا د حکومت په ګډون ملتپالي سیاسي ګوندونه د مرکزي حکومت د دې پلان سخت مخالف دي او غواړي چې د پنجاب صوبې د اوږدې لارې پر ځای د پښتونخوا لنډه لاره تر ګوادر بندره وغځول شي.
په ۲۰۱۵ م کال په پاکستان کې له دغو کارونو لاس واخلئ. ګڼې....؟ په ګڼې مو سر خلاص دی؟
د کورنیو چارو وفاقي وزیر چودري نثارعلی خان په قامي اېکشن پلان شوو پرمختګونو په اړه غونډې ته څرګندونې وکړې.
په کابل کې د امنیتي او دفاعي چارو پوه نور نواز پیاوړی وايي، افغان پوځیان دا مورال لري چې د بهرنیو ګواښونو مخنیوی او د هغوی مقابله وکړي خو ستونزه دا ده چې دوی کافي وسایل نه لري
تر دې دمه تر٢٠٠ زيات پښتانه چې د مردان، کرک، صوابۍ، پېښور او د پښتونخوا او افغانستان په ګډون د ګڼو نورو سیمو اوسېدونکي دي د مظفر اباد، ډوډيال، مير پور او کوټلۍ په علاقو کې نيول شوي دي.
عوامي ننشنل ګوند نن د روانې مياشتې له شلمې څخه تر شپږويشتمې پورې د پښتنو د مشرانو خان عبدالغفار خان او خان عبدالولي خان تلين مانځي. د ياد ګوند يو مشر ميا افخار حسېن نن له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وويل چې په پيښور آرمي پلک سکول د وسلوالو د بريد له کبله دوي به د يادو مشرانو تلين دا وار ډير په سادګۍ سره مانځي. نوموړي وويل چې وس وخت پښتنو ته د باچاخان او عبدالوالي خان په تعليماتو د عمل کولو سخت ضرورت دی: نميا افتخار حسين زياته کړه چې د دوي د ګوند غړي او پلويان به تل د باچا خان په تګ لاره روان وي.
په کوټه کې د پولیسو مشر وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو تر برید وروسته يې په بلوچستان کې هم د سکولونو امنيت ساتلو لپاره ګامونه اخیستي دي
عمران خان وايي، په خېبر پښتونخوا کې به د پوليس، صحت، څښلو پاکو اوبو، صفايي او بلدياتي نظام سره داسې بدلون راوړل شي چې د نورو صوبو لپاره به مثال وي.
رضا رومي لیکي، پروسږ کال د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای په موثره توګه د رسنیو واګي ټینګ کړل.
شنونکي وایي، په کراچۍ کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ ترسره کیدونکې نښتې په کراچۍ د مستقل امنیت لپاره ګټورې نه دي.
د شمشاد احمد په خبره د پاکستان او امریکا تر مينځ د تعلقاتو خپلې خپلې زاويې دي. پاکستان دغو تعلقاتو ته له خپله لوري ګوري او امریکاله خپل هغه، خو د ده په خبره بنيادي نقطه دا ده چې دغه تعلقات په راکړه ورکړه ولاړ دي.
د ماشومانو لپاره د کارکونکي غیر سرکاري تنظیم سپارک د کراچۍ منیجر زاهد تیبو وایي په کورونو کې جنګ جګړې ددغو ماشومانو د خپلو کورنو څخه د تیښتې سبب ګڼي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته