د پيښور پر ارمي پبلک سکول دا دی د وسلوالو طالبانو د بريد ۲۶ ورځې پوره شوې او دارنګ د ترهګرۍ ځپلي سکول په ګډون د خېبر پښتونخوا ټولې تعليمې ادارې له ننه بيا پرانستل شوې. د پاکستان حکومت د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره ۲۰ »شل» نکاتي پلان جوړ کړی و، په دغه پلان جوړونکو کې يو هم د عوامي نېشنل ګوند سېنېټر افراسياب خټک و. د مشال همکار اسرار عالم مومند له نوموړي سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي دي، چې په دې تيرو ۲۶ ورځو کې د پاکستان حکومت د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره څه ډول عملي ګامونه پورته کړي دي. افراسیاب خټک وايي، چې لا هم د حکومت له لوري کټلي ګامونه نه ښکاري.
ډېپلوماټ مجلې د افغانستان د مشرتابه لپاره ځېنې لارې غوره کړې دي چې د هېواد د سوله ییزې راتلونکې لپاره پر عمل کولای شي.
د جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، پارلېمان او سیاسي ګوندونو له ۲۱ اییني ترمیم سره په اجتماعي ډول پر جمهوریت ځانوژونکې حمله کړې ده. نوموړي دا خبره د تېرې پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د مذهبي ګوندونو د مشرانو او غړو تر یوې غونډې وروسته خبریالانو ته وکړه. ده زیاته کړه چې دوی له حکومته غوښتنه کړې وه چې د هر ډول ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دې قانون جوړ کړي او یوازې دې دا معامله له مذهب سره نه تړي نو ځکه په اساسي قانون کې ۲۱م بدلون امتیازي دی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د خیبر پښتونخوا څانګې مشر او قانون پوه شېر محمد وايي، د پاکستان په ایین کې ۲۱م ترمیم د ولس بنیادي حقونه غصبوي. له قانون پوه شېر محمد څخه مو پوښتنه کړې چې د ۲۱م اییني ترمیم تشریح څنګه کوي؟ د دې پوښتنې او نورو هغو ځوابونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
ټاکل شوېده چې یو شمېر پښتانه ملت پال مشران په روانه اونۍ کې د افغان ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته ولاړ شي. دا چې په دې بلل شوو مشرانو کې څوک او څوک شامل دي او هلته به پر څه خبرې اترې کوي. زموږ همکار بوریوال کاکړ د دې پلاوي له یو غړي او سېنېټر افراسیاب خټک سره مرکه کړېده او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې له دوی سره به نور کوم مشران ملګري وي؟ افراسیاب خټک وايي،
د ږوب،کلا سېف الله او موساخېل سیمو یو شمېر مالدارانو پر ټیلیفون مشال راډیو ته ووېل چې بارانونه نشته او د دوی د مال او څارویو لپاره هم نه واښه شته او نه اوبه.
ایاز مندوخېل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په پښتنه سیمه که هغه په افغانستان کې ده که په پاکستان کې، د تعلیم پر ضد سخت مخالفت روان دی
یو مدني فعال وايي، چې په تېره دیارلس کلنه دوره کې دې هغه وزیران او والیان چې په اداري فساد او غلاوو کې يې لاس وو، له دندو ګوښه او پر ځای دې اهل او ژمن کسان معرفي شي
سازمان په خپل راپور کې زیاتوي چې د خبریالانو وژنه زیاتره په هغه هېوادونو کې رامخې ته شوې ده، چې خونړۍ شخړې پکې دوام لري، لکه عراق، سوریا، اوکراين، افغانستان او پاکستان.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته