د اسلام اباد په ملی کتابتون کې جوړ شوي ځانګړي عدالت نن د ګل ورځ (دوشنبه) په داسې حال کې نوموړی په غدارۍ تورن کړ چې د هغه زیاتره وکيلانو عدالت ته له وړاندې کېدو پرېکون اعلان کړی دی. پر پرویز مشرف په لګېدلو تورونو کې تر ټولو مهم یې دي چې هغه په ۲۰۰۷م کال د نومبر پر درېیمه نېټه په ملک کې اساسي قانون معاطله کړی وو او د سپریم کورټ ججان یې نظر بند کړي ول.
له قانونپوهه اکرام هوتي سره د مشال همکار داود خټک مرکه چې پر پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف باندې د غدارۍ تور لګول به له سیاسي پلوه څه اثرات ولري.
د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف په رسمي توګه له ملک سره په غدارۍ تورن شو. پر هغه لګېدلی فرد جرم له عدالتي پلوه په څه معنا دی؟ قانونپوه شهاب الدین خټک یې ځوابوي. دا مرکه په اسلام اباد کې د مشال خبریال ریاض موسا خېل کړې
د قبایلي سیمو پرمختیایي ادارې (فاټا ډیولېپمېنټ اتاریټي) چارواکي وایي، چې دوی د قبایلي سیمې په بیلا بیلو برخو کې د تېلو او ګیس زېرمو سیمې معلومې کړې دي،او هڅه کوي چې هلته د تېلو او ګیس لټون کمپنۍ ورولېږي. د یادې کمپنۍ سرچینو مشال راډيو ته وویل چې کله په دغه سیمو کې د امنیت ستونزه هواره شي نو خپله مشینري به ورواستوي، چې د ګېس او تیلو په راایستلو کار پیل کړي. د دوی په خبره چې له دې سره به ځایی خلک پر روزګار شي، او ګټې به ترې پورته کړي. د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري راپور
له پاکستانيو وسله والو طالبانو سره د حکومتي مذاکراتي کميټۍ غړی رستم شاه مومند وايې، له طالبانو سره د چارشنبې پر ورځ په شووخبرو کې هېڅ حتمي نتيجې ته نه دي رسيدلي. د زيارت پر ورځ له مشال ريډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل چې خبري اتري په اورکزۍ اېجنسۍ کې وشوې چې تر شاوخوا شپږ ګنټو پورې يې دوام ولرلي. نوموړي زياته کړه چې طالبانو غوښتنه کوله چې په قبایلي سيمو کې دې پوځي پاټکونه ختم شي، د دوی بنديان د خوشي او پوځ دې ورو ورو له سيمې و ايستل شي. رستم شاه مومند زياته کړه چې د مذاکراتو په دوران کې د طالبانو لخوا شوې مياشتنۍ ډز بندي و نه غځول شوه. له رستم شاه مومند سره زموږ د همکارې فرشتې نګاه مرکه
په قبایلی سیمه کورمه ایجنسۍ کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي چې له وسله والو پاک کړل شویو د علي شېرزو ځینو سیمو ته د د اغېزمنو کورنیو ستنېدلو لړۍ یې پېل کړې ده. د چارواکو په خبره په دې لړ کې یې نن د ګل ورځې څخه د پېتوې علي شېرزو نژدې ۵۰ سیمو ته به څلور زره او دوه سوه کورنۍ ستنوي. په سیمه کې د ادارې یو مشر عمران وزیر مشال ریډیو ته وايي چې کوم خلک په خپله خوښه خپلو سیمو ته ستنېدل غواړی نو له هغوی سره به مرستې کوي. اورکزو اېجنسۍ سره پر پوله په علي شېرزو سیمه کې تعمیرٍ وطن، کوه سفید او اپریشن ماموزي په نامه بیا بیا پوځي عملیات ترسره شوي دي. په ۲۰۰۹ کال کې د وسله وال طالبانو خلاف پوځي عملیات له شروع کېدو وروسته د علي شیرزو سیمو متاثیرینو خلکو خپل کورونه پرېښي ول. ځايي مشر ملک حاجی سلیم خان اورکزی وايي چې د زیاتره خلکو کورونه ړنګ شوي دي او د اوسېدو قابل نه دي نو پکار ده چې حکومت له دوی سره د کورونو بیا جوړاولو کې هم مرسته وکړي. عمران وزیر هم د دغه خبرې تصدیق وکړو چې په علي شیرزو کې د یو شمېر خلکو کورونه ړنګ شوي دي. نوموړی وايي چې حکومت د بې کوره شوو خلکو کورونو بیا رغولو په لړ کې د سیمې له متاثرینو سره د مرستې کولو اراده لري. د طارق اورکزي راپور
د پښتنو قبایلي سیمې چې د پاکستان تر ایین لاندې ورته فاټا ویل کېږي، د برتانوي هند تر راج لاندې او بیا د پاکستان له جوړېد راهیسې یې انتظامي چارې د درو مثلثو ولسمشر، د خېبر پښتونخوا ګورنر او په اوو اېجنسو کې د وفاقي حکومت د سرکاري استازو چې ورته پولیټیکل اېجنټ وېل کېږي، خوا و شا راګرځي. نو څه کول پکار دي چې فاټا هم لکه د نور ملک غوندې اییني او جمهوري حثیت ولري. په دې لړ کې د مشال راډيو همکار عالمزیب د قبایلي سیمو له سیاسي او قبایلي مشرانو سره د ځانګړو بحثونو لړۍ پېل کړې. د دغه ځانګړي بحث دویم پروګرام ته مو پام راګرځوم.
په باچاخان مرکز پېښور کې د ګل پر ورځ خبري کانفرنس ته د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر او د پښتونخوا د اطلاعاتو پخواني صوبايي وزیر میا افتخار حسین د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د هغه دوه قراردادونو په کلکه مخالفت وښود، چې پکې د هزاره صوبې جوړولو او د صوبې نوم له خیبر پښتونخوا و هزاره پښتونخوا ته اړولو وړاندیز شوی دی. میا افتخار وايي، چی پښتانه لا د وړاندې تقسیم کړل شوي دي او دوی نور د پښتنو وېش په هېڅ صورت نه مني. د ده په خبره پاکستان تحریک انصاف ته په پاکستان کې ترټولو زیاتې رایې/ووټونه پښتنو ورکړي دي او باید دغه ګوند د پښتنو خاورې د وېشلو له خبرو ډډه وکړي. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په راپور کې
په اوکراین کې بحران پر داسې حال ژور شوی دی چې روسیې د دې هیواد یوه سیمه کرایمیا د ټولپوښتنې په ذریعه له خپل ځان سره یو ځای کړه. غرب له روسیې سره د کرایمیا الحاق ټول عمل ناقانونه بولي خو روسیه وايي، کرایمیا د روسي نسله خلکو سیمه او د روسیې برخه ده. د اوکراین سیاسي بحران د ۲۰۱۳ز کال په نومبر کې هغه وخت پیل شو چې پخواني ولسمشر وېکټور یانوکووېچ له اروپايي ټولنې سره د نېږدې همکاریو تړون له لاسلیکه انکار وکړ او خلک د پلازمېنې کیف کوڅو ته ورووتل. د اوکراین بحران او د کرایمیا وضعیت په اړه پامیر ساحل په اوکراین کې د سیاسي چارو له پوه ډاکتر غلام سرور سره خبرې کړې دي او په پیل کې یې ترې پوښتي دي چې په اوکراین کې چې څه پېښېږي د دې د غرب او روسیې لپاره ارزښت څه دی؟
د پښتنو قبایلي سیمې چې د پاکستان په سرکاري اسنادو کې یې نوم فاټا معنا د پاکستان تر وفاق لاندې قبایلي سیمې دی، چې د برتانوي هند او بیا د دغه ملک له جوړېدو راهیسې یې انتظامي چارې د درو مثلثو ، ولسمشر ، د خېبر پښتونخوا ګورنر او د سیمې پولیټیکل اجنټانو خواشا راګرځي نو څه کول پکار دي چې دغه سیمې هم د نور ملک غوندې سیاسي واک و اخیتار ولري. مشال راډیو پر دې موضوع د بحثونو لړۍ پېل کړي چې په فاټا کې تر اوسه څومره اصلاحات شوي او څومره پاتې دي. نننۍ بحث زموږ همکار عالمزېب خان د فاټا له مشرانو سره کړی.
په شمالي وزیرستان کې د یوه کور دننه د اوان مرمۍ چاودېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي، پېښه نن سهار په شوال سیمه کې شوې ده. په وژل شویو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي. په شمالي وزیرستان کې ډېری خلک په کورونو کې درنه او سپکه وسله ساتي چې له کبله یې دا ډول حادثې کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته