په امريکا کې افغان سفير اکليل حکيمي وايي چې له امريکا سره پر باور ولاړې اړيکې غواړي او هيله څرګندوي چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتی تړون د دا ډول اړيکو اساس ګرځېدای شي. نوموړی زياتوي چې د ولسمشر کرزي لخوا امريکا ته اېښودل شوي شرطونه د لويې جرګې د سپارښتنو استازيتوب کوي.
جمعیت العماء اسلام پخوانی صوبايي سینیېر وزير مولانا عبدالواسع پر اوسني صوبايي حکومت تور پورې کړ چې په ټاکنو کې یې د دوی خلاف سرکاري مشینري کارولې ده.
له مشال راډيو سره په مرکه کې صوبايي مشر عثمان کاکړ وویل، چې پښتونخوا ملي عوامي پارټي د کوټې ښار میېر ګټلو لپاره اکثریت ته نژدې شوې ده.
لیکول ډاکټر عاصم یوسفزی ویره لري، داسې نه چې په نظرياتي جګړو کې ښکېل په قدرتي زېرمو شتمن افغانستان د نړيوالو قوتونو ترمينځ د اقتصادي جګړو پر ډګر وا نه وړي.
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته