د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان (وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) مشر نصرالله بلوڅ د جون پر ۱۴مه پر ټويټر پاڼه د دودا بلوڅ او ګمشاد بلوڅ په خوشې کېدو خوښي ښودلې او دا یې يو "ښه خبر" بللی.
د بلوچستان د مواصلاتو وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د جون پر لسمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې دوی د ټرافیکي پېښو په اړه په اسمبلۍ کې بحث کړی دی.
د سیمې اوسېدونکو او خبریالانو مشال راډیوه ته وویل، پېښه د جون پر اتمه د بوري (لورالايي) او ژوب په منځ کې د کلاسیف الله په اخترزیو کې شوې ده.
د دوی په وینا، ځینې ضلعې څه نه څه ښې دي خو په ځینو ضلعو کې حالت دې ځای ته رسېدلی چې خلک په پېسو لا هم ډېر په ګرانه اوبه ترلاسه کوي.
د پاکستان حکومت د لوڼۍ د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو د بلوچستان صوبايي حکومت په تېرو کلونو کې د مرستو ژمنه کړې وه او د ارمان لوڼي قضیه په عدالت کې روانه ده.
د چلغوزیو د ځنګل متاثره شوي مالکان وايي، حکومت باید د اورلګېدو وجوهاتو معلومولو لپاره د کره پلټنو ترڅنګ دوی ته د رسېدلي تاوان ازاله هم وکړي.
د غير رسمي نتيجو له مخې تر اوسه پورې تر ټولو زیاتې څوکۍ ازاده امېدوارانو، ورپسې جميعت علمای اسلام (ف) ډلې او د صوبې واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ د بریا په حساب په درېیم نمبر ده.
په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسمبر پر اوومه تر سره شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسمبر کې یې موده پای ته رسېدلې وه.
د بلوچستان د ځنګلونو صوبایي سیکرټري دوستین جمالدیني وايي د شېراني په ځنګل د لګېدلي اور له کبله تر ۳۶ کلومیټره پورې ځنګل ځای پر ځای سوځېدلی او تباه شوی دی.
د مې پر ۲۶مه چې د اسمبلۍ مرستیال سپیکر سردار بابر خان موساخېل په غونډه کې د عدم اعتماد د تحریک وړاندې کولو غږ وکړ نو یوازې ۱۱ غړي یې په حق کې ودرېدل.
د ځنګلونو چارو وفاقي وزیر او د وزیراعظم له خوا د شېرانیو ځنګل د اور وژنې لپاره ځانګړي استازي مولانا عبدالواسع د مې پر ۲۴مه رسنیو ته وویل چې پر ځنګل کې په لګېدلي اور د قابو موندلو لپاره یې د ایران د یو ځانکړې الوتکې مرسته تر لاسه کړی ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته