د روغتیا د څانګې ضلعي مشر ډاکټر عبدالهادي د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې له ځپل شویو خلکو سره د مرستو او د زخمیانو د درملنې لپاره یې د غره په لمنه کې دوه کیمپونه لګولي دي.
د بلوچستان اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو پر ځان د لګېدلو تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو نوموړي په صوبايي حکومت کې د شاملو هغو وزیرانو او د اسمبلۍ غړو پرضد د "سختو اقداماتو" پورته کولو پرېکړه کړې چې پر قرارداد یې دستخط کړی دی.
اکثره ونې د ځڼغوزیو دي چې د موساخېلو او شېرانیو د خلکو اقتصاد ورسره تړلی دی. د اور وژنې پر چارو بوخت، د ځنګلونو د ځایي افسر عتیق خان د مې پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دوی خپل کوښښ کوي
دولتي راډیو دا خبره د مې پر ۱۵مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د بلوچستان د هغه ښار اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو نشتوالي او د ناروغۍ د زیاتېدونکو پېښو پرضد احتجاجي ناسته وکړه.
د پښتوخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان پر روانو سیاسي حالاتو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ده په وینا، د ملک د پاته کېدو او پرمختګ یوازېنۍ لاره دا ده چې رښتونی جمهوریت وي.
په پاکستان کې ورکو کسانو سرکاري کمېشن د روان ۲۰۲۲ز کال په مارچ مياشت کې اسلام اباد های کورټ ته د يوې عدالتي کارروايي پر وخت په جمع کړي راپور کې ويلي ول چې له ۸،۴۶۳ ورکو څخه یې د ۲،۲۴۹ کسانو قضیې حل کړي دي.
د کچلاغ پولیسو د مې پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وویل چې دا پېښه بیګا هلته په کلي پوټي ناصرانو کې د خان محمد په نامه یو تن په کور کې شوې ده.
شهباز شريف د اپرېل پر ۲۳مه په کوټه کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې تر څو د لادرکه کسانو ستونزه حل نه شي، په بلوچستان کې به محروميانې نورې هم زیاتېږي.
په بلوچستان کې به له کوټې او لسبېلې پرته په نورو ضلعو کې بلدیاتي ټاکنې د راتلونکې مې میاشتې پر ۲۹مه ترسره کېږي.
د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو وویل چې د چاغي د پېښې په اړه یې د سیمې له چارواکو رپورټ غوښتی چې پکې راغلي چې یو ډرېور په ایراني ګاډي کې له افغانستانه وراوښتی وو او چې کله ورته ځواکونو د درېدو اشاره وکړه نو هغه امر و نه مانه چې په ځواب کې یې سرحدي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې او و یې واژه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته