په ۲۰۱۶ز کال د مې میاشتې پر ۶مه نېټه پولیسو د مشتاق ریساڼي پر کور چاپه وهلې وه چې د پولیس په وینا ۶۴ (څلورشپته کروړه) روپۍ، سره زره، نوره ګاڼه او قیمتي موټران یې ترلاسه کړي ول.
د مې پر ۲۰مه په کوټه کې د خپل ګوند د پخواني مخکښ سیاستوال او سېنېټر عبدالرحیم خان مندوخېل د څلورم تلین په اړه غونډې ته په وینا کې د افغانستان اوږدمهاله جګړه د افغانانو د توکموژنه وبلله.
ولس له کراچۍ تر ږوبه د الوتنو پیلولو هرکلی کړی خو غوښتنه کوي چې ورته پروازونه دې له ږوبه تر پېښور او اسلام اباده هم پیل شي.
تر اوسه د درېواړو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی خو په بلوچستان کې تر ډېره پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې مني چې په هغه صوبه کې د لا کورواکۍ لپاره جنګېږي.
عمران خان پخواني جسټس امان الله یاسینزي ته لیکلي چې دوی یې د کار ستاینه او مننه کوي خو بدلېدونکو سیاسي حالاتو ته په کتو غواړي چې د صوبې ګورنر بل نوی کس وټاکي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا پوله به د مې له دریمې نېټې په شپه او ورځ کې ۱۸ ساعته او په اونۍ کې ۷ ورځې بې له ځنډه پرانستې وي.
د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې د خبریال عبدالواحد ریساني د وژنې غندنه کړې او له حکومته یې د هغه د قاتلینو زر تر زره نیولو او عدالت ته وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
چاودنه پر داسې مهال شوې چې په پاکستان کې د چین سفیر د کوټې پر دوره وو او په همدې هوټل کې اوسېدلو خو د چاودنې پر وخت هغه په هوټل کې موجود نه وو.
د کلا عبدالله انتظامي مشر طارق جاوېد مېنګل د اپرېل ۱۷مې شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې ۲۵ کلن محمد نعیم پر موټرسایکل سپور وو او مازیګر مهال له ښاره کور ته روان وو چې حاجي اکبر کلي ته نېږدې ورباندې وسله والو برید وکړ.
د یادې صوبې د کورنیو چارو د وزارت لخوا د اپرېل پر ۱۶مه په خپرې شوې یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دا پرېکړه د کورونا د مخ په زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي په خاطر شوې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته