دا ځل هم د سعودي عرب حکومت دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په ګڼ شمېر پاکستانيان په رخصتيو کورنو ته تللي او پلان يې درلود چې بیرته ولاړ شي.
وزیر اعظم عمران خان د بلوچستان له وزیر اعلا جام کمال خان سره د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په یوه غونډه کې دا اعلان وکړ.
خان زمان کاکړ په خپله وینا کې وویل چې ارمان یوه اډیالوژي وه او اډیالوژي هېڅوک نه شي وژلی.
د ږوب د پولیسو ایس ایچ او شېر علي مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې عصمت الله ساپی یې وژلی او وروسته یې د هغه مړی سوځولی دی.
د دې ګوند جنرل سيکریټري، ميا افتخار حسېن د جنورۍ په ۲۸مه شوې دې جلسې ته د وېنا پر مهال وويل چې د تحريک انصاف حکومت ناکامه او په درغليوو راغلی دی چې دوی به یې ډېر ژر ختم کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ځينو اپوزیشن ګوندونو اتحاد، پاکستان جمهوري تحريک به خلک له دې حکومته خلاصوي.
کريمه بلوڅه د کاناډا په ټورانټو کې د دېسېمبر په ۲۰مه لادرکه او يوه ورځ پس یې مړی د يو سيند سره په خوا کې وموندل شو.
د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو غورځنګ 'واک' د بلوچستان په پښتون مېشته ضلعه ږوب کې د نجونو لپاره یو کتابتون پرانستی دی.
د چاوڼۍ تاڼې مشرې پري ګل ترین بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې یوې ښځې خپلې دوې لوڼې چې عمرونه یې د څلور او شپږو کلونو په مینځ کې ول له خپل مېړه سره یوځای وژلي دي.
د بلوچستان په تربت کې یوه ځايي عدالت د پوهنتون د یوه زده کونکې د وژنې په تور د سرحدي ځواکونو یو عسکر ته د مرګ سزا اورولې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته