د ږوب د پولیسو ایس ایچ او شېر علي مندوخېل مشال راډیو ته وویل چې عصمت الله ساپی یې وژلی او وروسته یې د هغه مړی سوځولی دی.
د دې ګوند جنرل سيکریټري، ميا افتخار حسېن د جنورۍ په ۲۸مه شوې دې جلسې ته د وېنا پر مهال وويل چې د تحريک انصاف حکومت ناکامه او په درغليوو راغلی دی چې دوی به یې ډېر ژر ختم کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ځينو اپوزیشن ګوندونو اتحاد، پاکستان جمهوري تحريک به خلک له دې حکومته خلاصوي.
کريمه بلوڅه د کاناډا په ټورانټو کې د دېسېمبر په ۲۰مه لادرکه او يوه ورځ پس یې مړی د يو سيند سره په خوا کې وموندل شو.
د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو غورځنګ 'واک' د بلوچستان په پښتون مېشته ضلعه ږوب کې د نجونو لپاره یو کتابتون پرانستی دی.
د چاوڼۍ تاڼې مشرې پري ګل ترین بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې یوې ښځې خپلې دوې لوڼې چې عمرونه یې د څلور او شپږو کلونو په مینځ کې ول له خپل مېړه سره یوځای وژلي دي.
د بلوچستان په تربت کې یوه ځايي عدالت د پوهنتون د یوه زده کونکې د وژنې په تور د سرحدي ځواکونو یو عسکر ته د مرګ سزا اورولې ده.
د جنورۍ پر ۲۰مه په قلعه سیف الله کې ناڅرګنده وسله والو هغه وخت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند قلعه سیف الله ضلعې سينير معاون سیکرټري سیداکبرخان او نصیب وطنپال له ډزو وروسته وتښتول شول کله چې دوی د ګوند د دفتر مخې ته ولاړ ول.
ثنا اعجاز د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دا د واک تحریک له خوا په ږوب کې د مېرمنو لپاره د یو کتابتون پرانستې ته ورغلې وه.
د لورلايي ولس ته په خپله وینا کېمولانا فضل الرحمن وویل، مسلې سنجیده دي، دومره اسانې نه دي. دا جنګ د پاکستان نظام کې د اصلاح راوستولو لپاره دی او که دا اصلاح نه راغله نو په دې ملک کښې به یو لوی توپان راپورته شي.
مولانا فضل الرحمان وویل، حکومت تل دعوې کوي چې له ملک څخه یې تره ګري او تره ګر ختم کړل، د ده په وینا بیا نو د مچ پېښه څنګه وشوه چې پکې لس تنه هزاره کانکیندونکي ووژل شول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته