دوی غوښتنه لري چې حکومت دې د روانې میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د پوهنتون له هاسټله لادرکه شوي دوه زده کوونکي سهیل بلوچ او فصیح بلوچ درک ولګوي او ذمه وارو ته دې سزا ورکړي.
دا احتجاجي مظاهره د ورکو بلوڅانو خوشي کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان "وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز" را بللې وه.
په بلوچستان کي د اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو د حکومت د نوې کابینې ۱۴ غړو د صوبې له ګورنره د خپلو څوکیو حلف واخیست. په کابینه کې ډېری هغه غړي نه دي اخیستل شوي چې د پخواني اعلا وزیر جام کمال په حکومت کي وزیران ول. له کوټې د ایوب ترین راپور
های کورټ نن (نومبر ۵) د صوبې په سرکاري هسپتالونو کې د ځوانانو ډاکټرانو د هړتال او د او پي ډي د سهولت د تړلو په اړه د یوې مقدمې اورېدنه کړی ده.
د اعلا وزیر له سېکرېټرېټه په جاري کړي یوه ویډيو پیغام کې عبدالقدوس بزنجو ویلي چې په زلزله کې نړېدلي ټول د خټو خامه کورونه یا هم نور هغه به اوس په سرکاري لګښت پاخه جوړېږي.
په چمن کې د ځايي چارواکو په وینا پوله به هر ورځ د سهار له اتو بجو څخه بیا د مازیګر تر څلورو بجو د پلي/پیاده تګ راتګ لپاره خلاصه وي او دغه ډول به د تجارت په خاطر پوله د سهار له اتو څخه بیا د مازیګر تر شپږو بجو پوري خلاصه وي.
د سازمان مرستيال چيرمين ماما قدير وايي، قدير بلوچ د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل، د ورکو کسانو د موندلو لپاره د مرکزي حکومت کمېشن غير فعاله او غير موثره دی.
چارواکو ويلي په چاودنه کې دوه لارويان وژل شوي او د اېف سي ځواک درې عسکر ټپيان شوي دي.
د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي وویل د اوسنی حکومت د غلطې تګلارې له امله ملک له ډېرو خطرناکو حالاتو سره مخامخ شوی دی. په ملک کې ګراني او بې روزګاري زیاته شوې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته