د لورلايي ولس ته په خپله وینا کېمولانا فضل الرحمن وویل، مسلې سنجیده دي، دومره اسانې نه دي. دا جنګ د پاکستان نظام کې د اصلاح راوستولو لپاره دی او که دا اصلاح نه راغله نو په دې ملک کښې به یو لوی توپان راپورته شي.
مولانا فضل الرحمان وویل، حکومت تل دعوې کوي چې له ملک څخه یې تره ګري او تره ګر ختم کړل، د ده په وینا بیا نو د مچ پېښه څنګه وشوه چې پکې لس تنه هزاره کانکیندونکي ووژل شول.
عمران خان وویل چې د هزاره ګانو په نښه کوونکو شمېر له ۳۵ تر ۴۰ دی او نور د ده په وینا امنیتي ادارو په نښه کړي دي.
د هزاره ګانو مشرتابه د کوټې پر غربي بای پاس سړک خپل پرلت له هغه وروسته پای ته رسولی چې د دوی په وینا له حکومتي وزیرانو سره یې خبرې اترې بریالۍ شوې دي.
پرلتوالو ته خپله وينا کې مريم نواز وويل د "ریاست کار خپلو خلکو او خصوصا زیاتو ځورېدلو خلکو ته تحفظ" ورکول دي، "ریاست د مور غوندې وي" خو ګڼي چې دې "مور خپل حق نه دی ادا کړی."
پرلتوالو تر هغو د وژل شويو کسانو له ښخولو انکار کړی تر څو د پاکستان وزيراعظم عمران خان ورغلی نه وي.
بلخوا د بلوچستان سوداګرو د مچ پېښې پرضد د جنورۍ پر اوومه نېټه د کوټې په ګډون د صوبې په ټولو لویو ښارونو کې هړتال اعلان کړی دی.
چې ترڅو وزیراعظم عمران خان و کوټي ته نه وي راغلی او و دوی ته یې تسلي نه وي ورکړې چې په راتلونکې کې به د هزاره ولس هېڅ وګړی په هدفي بریدونو کې نه وژل کېږي تر هغو پرلت نه ختموو نه مړي ښخوو.
نن دوشنبه د وژل شویو هزاره ګانو خپلوانو په مچ کې د پلوچستان ترهګرۍ ضد ځواک په بدرګه کې د ناڅرګندو کسانو خلاف مقدمه کښلې ده.
ځايي چارواکي د دوی ابادي شاوخوا پنځه لکه يادوي چې پکې په زرګونو کسان يې د امنیت له کبله یا خو د پاکستان نورو سيمو يا بهر هېوادونو ته کډه شوي دي.
د بلوچستان وزیراعلا جام کمال خان د دې پېښې په اړه له صوبايي حکومت او ځايي چارواکو څخه رپورټ غوښتی دی.
اعلا وزیر جام کمال خان د حزب اختلاف د اعتراضونو په ځواب کې وویل چې تر هغو به د ګوادر باړ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته