د کوټې پرېس کلب د ۵۰ کلنی مراسمو پر مهال د ۱۸م ترمیم او د هغه اهمیت تر عنوان لاندې د سېپټېمبر پر ۲۴مه مازیګر په کوټه کې غونډه وشوه.
ډاکټر سهېل خان وایي دا ۱۷۵ زده کونکي دا وخت په افغان تعلیمي ادارو کې د ۲۲ چوکیو لپاره تللی دي، په دغو ۲۲ کې شپږ د اېم ډي (طب) شپږ د انجينیرنګ، شپږ د فارمېسي او څلور به د ادبیاتو او په ژورنالزم کې د داخلو ټسټونه ورکوي. ډاکټر سهېل خان وایي زیاتره خلک د افغانستان د اېم ډي پروګرام نه خبر دي
د پاکستان زیاتره لویو اپوزېشن ګوندونو د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د حکومت ضد غونډې پر مهال د ملک د نورو حالاتو تر څنګ د بلوچستان په اړه هم د یو شمېر بدلونونو غوښتنه وکړه.
د بلوچستان های کورټ لخوا دا پریکړه د سېپټېمبر پر ۱۸مه د یو وکیل بشیر سرګړه پر درخواست شوې ده.
د بلوچستان په ګډون په ټول پاکستان کې دا مهال به میلیونونه وګړي په بېلابېلو نشو روږدي دي
د بلوچستان حکومت د صوبې شاوخوا درې لکه سرکاري ملازمينو ته امر کړی چې د ټولنيزو رسنيو له هغو پاڼو او وټس اپ ګروپونو څخه ووځي چې د دوی په وينا ناسم معلومات خپروي او د صوبايي حکومت پر ضد منفي تبليغات کوي.
په بلوچستان کې د خبریالانو اتحادیې غوښتنه کړې ده چې په تېرو دوو لسیزو کې د وژل شویو خبریالانو وژونکي دې ونیول شي او له قانون سره سمه سزا دې ورکړل شي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پښتو اکاډمۍ غړي وايي، دوی د پښتني ادب او کلتور د ودې چارو د پر مخ وړلو لپاره د پخوا پرتله زيات وسايل او ښه پلانونه لري.
د کراچۍ پوهنتون زده کوونکی حيات بلوڅ د اېف سي ځواک یوه سرتېري د اګست پر ۱۳مه په تربت ښار کې په ډزو وژلی وو.
د بلوچستان په سبۍ سیمه کې په یو ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او اووه نور تپي شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته