''په چمن او قلعه عبدالله کې بې له تجارته بل هېڅ کاروبار نسته، دلته نه زراعت سته، نه صنعت سته او نه هم معدنیات سته.''
د بلوچستان حکومت اعلان کړی دی چې په ټولو ضلعو کې د هغو کسانو د اسنادو په اړه پلټنې کوي چې د پاکستان په وفاقي ادارو کې نوکران دي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام غوښتنه کړې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن تړل شوې پوله دې زر تر زره خلاصه کړل شي.
د بلوچستان حکومت وايي ، د کورونا وایرس له کبله پر ځپل شوي اقتصاد سربېره یې په کلنۍ صوبايي بودیجه کې د هنرمندانو لپاره ځانګړې برخه بېله کړې ده.
د بلوچستان حکومت له صوبايي اسمبلۍ د ۴۵۱ ارب روپیو کلنی بجټ منظور کړ چې پکې ۱۵۶ اربه روپۍ یې د پرمختیايي کارونو لپاره ایښې دي خو اپوزېشن وايي د دوی په صوبايي حلقو کې د پرمختیا لپاره یې په بحټ کې پیسې نه دي ځانګړې کړې او دوی به یې پرضد عدالت ته ځي. د ایوب ترین راپور
ذکاءالله دراني د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي، د اتوار سهار وختي یې په کلي عباس کې پر یوه کور چاپه ووهله او سردار محمد یې ونیوه.
د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې د پاکستان سپریم کورټ جج جسټس قاضي فایز عیسا ته د قتل د دړکو غندنه کړې او وايي چې د دهړکو ورکوونکو پرضد به مقدمه جوړوي.
په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د شمېرو له مخې په ۲۰۱۹م کال کې په دې هېواد کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ ووهل خو د ۲۰۲۰م کال د جون تر ۲۶مې نېټې تر اوسه ۵۴ ماشومان په دې وايرس اخته شوي.
د بلوچستان حکومت د کوټې پولیس مشر عبدالله جان اپرېدی د بلوڅ زده کوونکو په نیولو له خپلې دندې لیرې کړی دی. زده کوونکو په دوشنبه مازیګر مهال د انلاین زده کړو پر ضد او د پوهنتونونو او کالجونو بیا وازلو لپاره تر صوبايي اسمبلۍ د لاریون کولو نیت کړی وو چې په لاره کې یې ډېری ونیول شول خو وروسته پرېښودل شول
بې پولې خبریالانو سازمان (آر ایس ایف ) د بلوچستان په چمن کې د ملیشا ځواکونو له خوا پر ۲ خبریالانو تشدد غندلی دی او په دغه اړه يې د پلټنو غوښتنه کړی ده. د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ویلي چې پلټنې یی پیل کړي او په پېښه کې ککړ درې چارواکي يې معطل کړي دي. د جون په ۲۰ مه د قلعه عبدالله انتظامیې له چمنه ۲
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته