د بلوچستان حکومت له صوبايي اسمبلۍ د ۴۵۱ ارب روپیو کلنی بجټ منظور کړ چې پکې ۱۵۶ اربه روپۍ یې د پرمختیايي کارونو لپاره ایښې دي خو اپوزېشن وايي د دوی په صوبايي حلقو کې د پرمختیا لپاره یې په بحټ کې پیسې نه دي ځانګړې کړې او دوی به یې پرضد عدالت ته ځي. د ایوب ترین راپور
ذکاءالله دراني د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي، د اتوار سهار وختي یې په کلي عباس کې پر یوه کور چاپه ووهله او سردار محمد یې ونیوه.
د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې د پاکستان سپریم کورټ جج جسټس قاضي فایز عیسا ته د قتل د دړکو غندنه کړې او وايي چې د دهړکو ورکوونکو پرضد به مقدمه جوړوي.
په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د شمېرو له مخې په ۲۰۱۹م کال کې په دې هېواد کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ ووهل خو د ۲۰۲۰م کال د جون تر ۲۶مې نېټې تر اوسه ۵۴ ماشومان په دې وايرس اخته شوي.
د بلوچستان حکومت د کوټې پولیس مشر عبدالله جان اپرېدی د بلوڅ زده کوونکو په نیولو له خپلې دندې لیرې کړی دی. زده کوونکو په دوشنبه مازیګر مهال د انلاین زده کړو پر ضد او د پوهنتونونو او کالجونو بیا وازلو لپاره تر صوبايي اسمبلۍ د لاریون کولو نیت کړی وو چې په لاره کې یې ډېری ونیول شول خو وروسته پرېښودل شول
بې پولې خبریالانو سازمان (آر ایس ایف ) د بلوچستان په چمن کې د ملیشا ځواکونو له خوا پر ۲ خبریالانو تشدد غندلی دی او په دغه اړه يې د پلټنو غوښتنه کړی ده. د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ویلي چې پلټنې یی پیل کړي او په پېښه کې ککړ درې چارواکي يې معطل کړي دي. د جون په ۲۰ مه د قلعه عبدالله انتظامیې له چمنه ۲
د بلوچستان د پښين ضلعې په حرمزۍ کلي کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د يوه مړي د فاتحې کمبله ټوله شوې نه وي چې بله هواره شي. د ځايي خلکو په وينا دغه مړينې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته زياتې شوي دي.
د بلوچستان های کورټ پر چیف جسټس جمال خان مندوخیل او جسټس نذیر احمد لانګو باندې جوړ دوه کسیزه بنچ د قامي مالیاتي کمېشن لپاره د پاکستاني صدر ګومارلي استازي چې پکې د خزانې سلاکار حفیظ شیخ او د خزانې وفاقي سېکرېټري دي ناقانونه ګرځولي او امر یې کړی چې د بلوچستان ګورنر دې د اعلا وزیر په مشوره د قامي مالیا
خبریال سعید علي وايي: کله چې ورغلو نو یې سترګې راوتړلې او مچ جېل ته یې واستولو. په دې دوران کې یې ډېر سخت ووهلو.
د بلوچستان ځيني اپوزیشن ګوندونه تور پورې کوي چې حکومت ورته په تېر مالي کال کې د پرمختیايي کارونو لپاره اعلان کړې پیسې (فنډز) پوره نه دې ورکړې چې له وجې یې په صوبه کې ترقیاتي کارونه سم نه دې شوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته