د چاپېریال ساتنې ادارې سېکرټر صبور خان کاکړ د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د ډبرو ماتولو کارخانو له وجې نه یوازې هوا ککړېده بلکې خلک یې هم ناروغول.
''په چمن او قلعه عبدالله کې بې له تجارته بل هېڅ کاروبار نسته، دلته نه زراعت سته، نه صنعت سته او نه هم معدنیات سته.''
د بلوچستان حکومت اعلان کړی دی چې په ټولو ضلعو کې د هغو کسانو د اسنادو په اړه پلټنې کوي چې د پاکستان په وفاقي ادارو کې نوکران دي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام غوښتنه کړې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن تړل شوې پوله دې زر تر زره خلاصه کړل شي.
د بلوچستان حکومت وايي ، د کورونا وایرس له کبله پر ځپل شوي اقتصاد سربېره یې په کلنۍ صوبايي بودیجه کې د هنرمندانو لپاره ځانګړې برخه بېله کړې ده.
د بلوچستان حکومت له صوبايي اسمبلۍ د ۴۵۱ ارب روپیو کلنی بجټ منظور کړ چې پکې ۱۵۶ اربه روپۍ یې د پرمختیايي کارونو لپاره ایښې دي خو اپوزېشن وايي د دوی په صوبايي حلقو کې د پرمختیا لپاره یې په بحټ کې پیسې نه دي ځانګړې کړې او دوی به یې پرضد عدالت ته ځي. د ایوب ترین راپور
ذکاءالله دراني د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي، د اتوار سهار وختي یې په کلي عباس کې پر یوه کور چاپه ووهله او سردار محمد یې ونیوه.
د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې د پاکستان سپریم کورټ جج جسټس قاضي فایز عیسا ته د قتل د دړکو غندنه کړې او وايي چې د دهړکو ورکوونکو پرضد به مقدمه جوړوي.
په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د شمېرو له مخې په ۲۰۱۹م کال کې په دې هېواد کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ ووهل خو د ۲۰۲۰م کال د جون تر ۲۶مې نېټې تر اوسه ۵۴ ماشومان په دې وايرس اخته شوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته