د بچۍ بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل. داسې ټوکر ټوکر يې کړې وه. په مېخونو، پرايانو او مختيبلو يې وهلې وه. مېخونو يې تر پښو او لاسونو پورې ووري وتلي دي.
د بلوچستان د چمن او د افغانستان د سپین بولدک ترمنځ د لارې تړل کېدو پرضد د جون پر اتمه پیل شوی پرلت لا هم دوام لري.
د بلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر مېنګل په مرکز کې له واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره د خپل اتحاد ختمولو پر مهال پارلمان ته په وینا کې ویل چې له دوی سره کړې ژمنې نه دي پوره شوې خو د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر شبلي فراز وايي د بي اېن پي پخلا کولو هڅې کوي. د ابوب ترین راپور
په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو غړیو په کلنۍ بوجه/بجټ کې د ونډې نه ورکولو پروړاندې د اعلا وزیر ودانۍ مخې ته وهلی پرلت له حکومتي مذاکراتي پلاوي سره تر خبرو وروسته پای ته ورسېدلو. د حکومت او حزب اختلاف ترمنځ د خبرو دوهم پړاو به نن کېږي.د ایوب ترین راپور
۶۰ کلنې بي بي مايرې خپله لور له دريو کلونو وروسته په داسې حالت کې وليدل چې ساه يې ختلې وه او ټول بدن يې د تشدد له کبله تک شين اوښتی و.
په بلوچستان کې له کلونو راهسې د وچکالۍ له کلبه د اوبو سطح ورځ تر بلې کښته ځي.
په بلوچستان کې د ګوزڼ له یو نوی کیس راتلو سره سږکال په دې صوبه کې د ګوزڼ ناروغانو شمیر ۱۲ ته ورسېد.
د بلوچستان حکومت اندېښته ښودلې که ولس احتیاط نه کولی نو په صوبه کې ښايي تر جولای میاشتې د کورونا وړجنو شمېر ۲۰ زرو ته وخېژي. د صحت سېکرېټري دوستین جمالدیني د دوشنبې مازیګر په کوټه کې یوې خبري ته وویل دا وخت د صوبې په ۳۳ ضلعو کې یوازې درېو ضلعو ته کورونا نه ده رسېدلې. د ایوب ترین راپور
د بلوچستان عامې روغتیا اداره وايي، په صوبه کې د کورونا وایرس له کبله حالت ډېر خرابېدونکی دی.
پرلتوالو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل په چمن کې ګڼ خلک د پولې دواړو غاړو ته په ګاډیو کې سامانونه وړي راوړي او دا یې یوازینی روزګار دی.
د بلوچستان له مرکز کوټې او د صوبې له نورو برخو و کراچۍ، لاهور اسلام آباد او پېښور د سورلۍ ګاډو تګ راتګ چې د کرونا وایرس مخنیوي له امله له تېرو درېو میاشتو راهیسې بند وو بیرته پیل شو. د ایوب ترین راپور
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته