پرلتوالو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل په چمن کې ګڼ خلک د پولې دواړو غاړو ته په ګاډیو کې سامانونه وړي راوړي او دا یې یوازینی روزګار دی.
د بلوچستان له مرکز کوټې او د صوبې له نورو برخو و کراچۍ، لاهور اسلام آباد او پېښور د سورلۍ ګاډو تګ راتګ چې د کرونا وایرس مخنیوي له امله له تېرو درېو میاشتو راهیسې بند وو بیرته پیل شو. د ایوب ترین راپور
په بهرنیو هېوادونو کي کارګران پاکستان ته په اربونو ډالره زرمبادله لېږي او اوس چې هغوی په ستونزو کې راګېر دي نو له خپله حکومته هم هېر دي
هغه د پاکستان د نامتو هنرمند جمال شاه مشر ورور او د مجسمه ساز مبارک شاه پلار وو.
د بلوچستان حکومت اعلان کړی دی چې د جون له دویمې نېټې به د سهار له نهو د مازیګر تر اوو بجو ټول مارکېټونه او دوکانونه خلاص وي.
لیاقت شاهواني وویل چې هغوی د تخنیکي کسانو له کمي سره مخامخ دي خو بیا هم هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ ټسټونه کوي.
د کوټې هزاره ټاون کې د نامعلومو کسانو په تشدد کې یو کس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
روغتيا نړيوال سازمان پر خلکو بيا بيا غږ کوي چې له کورونا وایرسه د ځان ژغورنې ښه لار احتیاط کول دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ځینې کسان شکايت کوي چې د احتیاط پرمخ یې لوی خنډ ټولنيز فشار دی. عبدالحي کاکړ په دې رپورټ کې ورته کتنه کړې ده.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته د حکومت لخوا ټولبند ولګول شو او سلګونه رېستورانونه بند کړل شول چې لا هم د بيا پرانيستو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د بلوچستان پخوانی والي او د صوبايي اسمبلۍ غړی سید فضل آغا تر د کورونا وایرس تر یوې لنډې ناروغۍ وروسته په کراچۍ کښې د ۷۵ کلونو په عمر ومړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته