د بلوچستان سوداګر وايي ، په صوبه کې د لاک ډاون په نامه یوازې کاروبار بند دی خو نور د ولس تګ راتګ د عام ژوند په څېر روان دی.
د بلوچستان حکومت د کوټي په ګډون په ټوله صوبه کې د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر ټولبند د روانې مې مياشتې تر ۱۹ مې نېټې وغځاوه. په دوشنبه د کورنيو چارو صوبايي وزارت په اعلامیه کي ویل شوي چې د ټولبند پرمهال به ټولې تعليمي ادارې، کاروباري مرکزونه او مارکیټونه بند وي. خو سوداګر د ټولبند غځول نه مني
د هرنايي لېویزو چارواکیو مشال راډیو ته ویلي لومړی د پېښې پرمهال یو کانکیندونکی وژل شوی وو خو وروسته چې یې ژوبل کسان ځايي روغتون ته ولېږدول نو دوو یې په روغتون کې ساه ورکړه.
بلوچستان کې هم کورونا وایرس مخ پر خپرېدو دی خو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرېدونکو عکسونو او ویډیوګانې ښکاري چې هلته خلک لا هم هغسې احتیاط نه کوي لکه څنګه چې په کار دی. د بوریوال کاکړ راپور
د ځوان ډاکټرانو اتحادیې سخته خواشيني څرګنده کړه او ویلي یې دي که د حکومت له لوری په صوبه کې ټولبند سخت نه کړل شو نو په هسپتالونو کې به ټول ډاکټران د کورونا وایرس ښکار شي.
سازمان وايي حکومت دې د وایرس د خپراوي مخنیوي په موخه ۱۵ ورځنی ګرځبند اعلان کړي. خو د بلوچستان حکومت د ډاکترانو غوښتنه رد کړې
د بلوچستان حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه له ۳۰۰۰ زیات تبلیغیان قرنطین کړي دي.
په بلوچستان کي د بار وړونکو ګاډو خاوندانو اتحادیه وايي چې د کسټم او سوداګرو ترمنځ د مالیې پر سر د ستونزې له کبله یې له تېرو دوو میاستو راهسې د کوټې پر کسټم تر څلور سوو زیات ټرکونه درول سوي دي. دوی دړکه کړې که یې د دوی لارۍ زغرده پرېنښولې نو په ټول پاکستان کې به پیه جام هړتال وکړي. د ایوب ترین رابور
د بلوچستان د اعلا وزیر جام کمال خان په مشرۍ د اپرېل پر ۲۲مه یوه غونډه کې د کورونا وایرس د مخنیوي په اړه د شویو ګامو جاج واخیستل شو.
دوي په ټولنه کې د ناوړه رواجونو او عادتونو خلاف وړوکې ویډیويي خاکې جوړوي او بیا یې پر فیسبوک پر جوړه کړې ځانګړې پڼه خپروي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته