د کوټې هزاره ټاون کې د نامعلومو کسانو په تشدد کې یو کس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
روغتيا نړيوال سازمان پر خلکو بيا بيا غږ کوي چې له کورونا وایرسه د ځان ژغورنې ښه لار احتیاط کول دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ځینې کسان شکايت کوي چې د احتیاط پرمخ یې لوی خنډ ټولنيز فشار دی. عبدالحي کاکړ په دې رپورټ کې ورته کتنه کړې ده.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته د حکومت لخوا ټولبند ولګول شو او سلګونه رېستورانونه بند کړل شول چې لا هم د بيا پرانيستو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د بلوچستان پخوانی والي او د صوبايي اسمبلۍ غړی سید فضل آغا تر د کورونا وایرس تر یوې لنډې ناروغۍ وروسته په کراچۍ کښې د ۷۵ کلونو په عمر ومړ.
د مچ ضلعې په پیر غایب سیمه کې د عسکرو پر ګاډي د سړکغاړې ماین چاودنې شپږ عسکر او یو ډرایور چې عام وګړی دی، وژل شوي او بل عسکر په کیچ ضلعه کې وژل شوی
په بلوچستان کې د حکومت مخالفه ګوندونه وايي، په ملي مالیاتي کمیشن کې د بلوجستان د استازتوب لپاره له دې صوبې یو تن نه دی اخیستل شوی کوم چې د دوي په وینا له صوبې سره ناانصافي ده.
زمینداران وایي وروستیو بارانونو او ژلۍ رېبل شوي غنم خراب کړل او بوڅو ته یې هم تاوان وروسو، له دې سره د غنمو دانه هم تور شوه. اوس به دا غنم پر لمر وچوو او بیا به یې ترېشر کوو.
کيا بلوڅ، د ساجد حسېن د مرګ علت په اړه څه نشي ويلای خو دوی دواړو چې په بلوچستان کې څه ليدلي او بيا له هغه ځای څخه راوتلي دي نو ځکه تل ورسره نامالومه وېره ملګرې وي.
د بلوچستان سوداګر وايي ، په صوبه کې د لاک ډاون په نامه یوازې کاروبار بند دی خو نور د ولس تګ راتګ د عام ژوند په څېر روان دی.
د بلوچستان حکومت د کوټي په ګډون په ټوله صوبه کې د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر ټولبند د روانې مې مياشتې تر ۱۹ مې نېټې وغځاوه. په دوشنبه د کورنيو چارو صوبايي وزارت په اعلامیه کي ویل شوي چې د ټولبند پرمهال به ټولې تعليمي ادارې، کاروباري مرکزونه او مارکیټونه بند وي. خو سوداګر د ټولبند غځول نه مني
د هرنايي لېویزو چارواکیو مشال راډیو ته ویلي لومړی د پېښې پرمهال یو کانکیندونکی وژل شوی وو خو وروسته چې یې ژوبل کسان ځايي روغتون ته ولېږدول نو دوو یې په روغتون کې ساه ورکړه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته