د بلوچستان له خیبر پښتونخوا او پنجاب سره نښلوونکو ضلعو ږوب او لورالايي چارواکي پخلی کوي چې د دوي د سیمو هم تر اوسه لږ تر لږه نهه تنه په کورونا وایرس اخته شوي دي.
عمران خان زیاته کړه چې د اپریل پر ۱۴مه نېټه به د صوبو لخوا مرکز ته تر راپور ورکولو وروسته پرېکړه کوي چې په هېواد کې د کولپي یا ټولبند لړۍ پرمخ وغځوي او که نه په ځېنو څانګو کې نرمي وکړي
عمران خان دا هم وویل، د کولپي له لاسه چې کړم کاروبارونه تړل شوي دي د هغې بدې اغېزې به د بلوچستان پر ولس زیاتې وي هغه ځکه چې دلته لا له وړاندې بې وزلي او بې زورګاري زیاته ده.
د دې پېښې په خبرتیا په سیمه کې سرحدي عسکرو او ځاي لیویزو د برمته ګرو پرضد عملیات کړي خو هغوی په تېښته بریالي شوي دي
ډاکټران ادعا کوي چې په سول هسپتال کوټه کې د کورونا وايرس د ناروغانو د علاج پر وخت د ځان ژغورلو لپاره مناسب طبي سامان او الات نلري.
د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال وايي د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره به حکومت او حزب اختلاف په ګډه کار کوي.
فدا محمد د کاروبار لپاره ايران ته تللی و خو هلته د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته چې پاکستان ته ستون شو نو چارواکو په تفتان کېمپ کې قرينطين کړ. دا چې پر نوموړي په تفتان کې څه تېر شول؟ احمد شاه اعظمي ورسره خبرې کړې
ددې هزاره مېشتو سيمې خلک په ګڼ شمېر کې ايران ته تګ راتګ کوي.
په بلوچستتان کې د کورونا وایرس دوه نور ناروغان پیدا شوي دي. له دې سره په صوبه کې د کورونا وهلو شمېر ۱۱۰ ته رسېدلی دی.
تر سيند صوبې وروسته بلوچستان هم له وفاقي حکومته غوښتي چې د کورونا وايرس د خورېدو مخنيوي لپاره دې پوځ ورولېږي.
په چمن کې د کسټم چارواکو په وینا په لومړي پړاو کې د افغانستان لپاره د ټرانزیټ په شیانو بار ټرکونه او کنټېنرونه سپين بولدک ته پرېښودل کېږي چې په سبزیانو او مېوو بار ټرکونو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته