د بلوچستان های کورټ د کورونا وایرس مخنيوي لپاره په دې صوبه کې د مرکزی حکومت کړي کارونه د ډاډ وړ ونه بلل.
د بلوچستان حکومت وايي چې په صوبه کې تر اوسه په ۱۰ کسانو کې د کورونا وایرس پخلی شوی دی چې څلور د کوټې ، دوه د سیند او پاتې څلور د ملک د نورو برخو دي.
د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم د کورونا وایرس خپرېدو له ویرې تعیلمي ادارې تړل شوې دي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کي د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارې بندېدو او په چمن کې د ناامنۍ پر ضد احتجاجي لاريون کړی دی.
پاکستان تر دوو اونیو وروسته د بلوچستان په تفتان کې له ایران سره خپله پوله په لنډمهاله توګه تجارت ته خلاصه کړې ده.
په بلوچستان کې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشرانو په یو غونډه کې ویلي چې په صوبه کې د امن پر ځای کولو لپاره جرګې او ناستې ډېرې ضروري دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید د مارچ پر دویمه مشال راډيو ته وویل، که دا ستونزه په اووه ورځو کې هواره شي بندر به بېرته پرانیستل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لخوا د مارچ پر لومړۍ نېټه په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د چمن پوله به تر یوې اوونۍ پورې تړلې وي.
د بلوچستان حکومت له ایران سره پر پوله بند پاتې ۳۰۰ پاکستاني وګړو ته اجازه ورکړې چې خپل ملک ته داخل شي.
د بولان میډیکل پوهنتون یوه زدهکونکې ماه رنګ بلوڅ وایي د صوبې ګورنر او وایس چانسلر د داخلې فیسونه په څو څو واري زیات کړل
پاکستاني چارواکو د کورونا وایرس له وجې د ایران سره خپلې پولې تړلي چې له وجې یې دواړو غاړو ته زرګونه کسان بند پاتې شوي دي.
د پاکستان د خبریالانو اتحاديې ویلي چې دوي به هیڅ کله هم د مرکزي حکومت له خوا په ملک کې پر ټولنیزو رسنیو د قدغنونو پرېکړه ونه مني.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته