په غونډه کې لسګونو کسانو برخه واخېسته چې پکې محصلین او د ګوند ځیني ځايي مشران هم شامل وو.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر مشر نور الله ترين د فبرورۍ پر نهمه جلسې ته په وينا کې وويل، حکومت ته په کار دي چې د ارمان لوڼي او نقيب الله مسود کورنیو ته
د بلوچستان هاي کورټ په امر د صوبې په پښتون مېشته سیمه ږوب کې تاریخي مندر هندوانو ته سپارل شوی دی.
د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی ماما عبدالقدیر بلوڅ وايي ، د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې ته دړکې ورکوي چې که یې د ورکو بلوڅانو له مسلې لاس وانخیست نو سختې نتیجې به یې وویني.
پښتون ژغورنې غورځنګ، مدني فعالان او د ارمان لوڼي کورنۍ غوښتنه کوي، حکومت دې هغو کسانو ته سزا ورکړي چې پرې د ارمان لوڼي د وژلو تور دی.
د پاکستان پخواني وزیراعظم په ۲۰۱۱م کال کې د بلوچستان د زده کوونکو لپاره داسې یو وظیفه جاري کړې وه چې د وزیراعظم له فنډه به ورکول کېده.
سردار احسان الله دومړ وايي ایف سي ځواکونو د ۲۵ مې جنورۍ په شپه د ده پر کور غیرقانوني چاپه وهلې او د کورنۍ پر پنځو کسانو یې تشدد کړی دی.
یوه مظاهره چي عزت الله مشال راډیو ته وویل، د اوړو بیه دومره لوړه شوې چې غریبان خلک یې د اخېستو توان نه لري.
هغه په ۲۰۱۸م کال کې وروڼو په پړيو تړلی وو او پلار يې دواړه سترګي ور اېستلې وې. د هغه ګناه دا وه چې له يوې نجلۍ سره يې د مينې واده کول غوښتل.
د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو غړي وايي ، حکومت د باران او واورې له کبله ځپل شوي خلک یوازې پرېښې دي.
د بلوچستان حکومت غواړي چې د کوټې ، قلعه عبدالله او پښین ضلعې ووېشې او نوې ضلعې پکې جوړې کړي.
په وژل شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. چارواکي په ټوله صوبه کې د ۲۵ کسانو د وژل کېدو راپور ورکوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته