د پاکستان د خبریالانو اتحاديې ویلي چې دوي به هیڅ کله هم د مرکزي حکومت له خوا په ملک کې پر ټولنیزو رسنیو د قدغنونو پرېکړه ونه مني.
د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیاالله لانګو د فبرورۍ ۱۹مې پر ماښام له مشال راډيو سره په خبرو کې د اپوزیشن د سیاستوالانو تورونه رد کړل
سږ کال په دې څه باندې یوه نیمه میاشت کې په کوټه کې د ترهګرۍ پېښو ۲۵ تنه وژلي او څه نا څه ۵۶ یې ژوبل کړي دي.
د صوبايي اسمبلۍ غړي نصر الله زېری وايي، د بلوچستان صوبايي حکومت ولس ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه دی ځکه یې نن هړتال اعلان کړی او د دغه پېښې غندنه کوي.
الیاس سنجراني د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې د دې ښکار اجازه وفاقي حکومت ورکوي خو ګټه یې یوازې د ګوتو په شمېر ځايي کسانو ته رسېږي.
د پاکستان د کان کیندونکو فیډریشن په کانونو کې د حفاظتي قوانینو نه عملي کولو پرضد نن د کوټې پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده. دا احتجاج پر داسې مهال کیږي چې په پنجشنبه د دکۍ د کویلې په یوه کان کې په یوه پېښه کې څلور کانکیندونکي وژل شوي وو. په وژل شویو کې درې وروڼه ول.
سردار ګل مرجان د فبرورۍ ۱۳مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې ډېپټي کمېشنر د فبرورۍ پر ۱۲مه په اردو ورځپاڼه جنګ کې د یوه اشتهار په خپرولو ورباندې
په غونډه کې لسګونو کسانو برخه واخېسته چې پکې محصلین او د ګوند ځیني ځايي مشران هم شامل وو.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر مشر نور الله ترين د فبرورۍ پر نهمه جلسې ته په وينا کې وويل، حکومت ته په کار دي چې د ارمان لوڼي او نقيب الله مسود کورنیو ته
د بلوچستان هاي کورټ په امر د صوبې په پښتون مېشته سیمه ږوب کې تاریخي مندر هندوانو ته سپارل شوی دی.
د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی ماما عبدالقدیر بلوڅ وايي ، د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې ته دړکې ورکوي چې که یې د ورکو بلوڅانو له مسلې لاس وانخیست نو سختې نتیجې به یې وویني.
پښتون ژغورنې غورځنګ، مدني فعالان او د ارمان لوڼي کورنۍ غوښتنه کوي، حکومت دې هغو کسانو ته سزا ورکړي چې پرې د ارمان لوڼي د وژلو تور دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته