ګلالۍ اسماعیل وايي، کریمې د پاکستان پر پوځ نيوکې کولې، په زور د بلوڅانو د غايبولو د مخنيوي کوښښ یې کاوه او څو ځله یې له ګواښونو شکايت کړی وو نو ځکه یې بايد د قتل امکان ناديده ونه نيول شي.
محمود خان اڅکزي دا څـرګندونې د دسمبر پر ۲۶مه د بلوچستان په سبۍ کې د پاکستان جمهوري تحریک غونډې ته په وینا کې کړې دي.
هغوی د ډېسېمبر پر ۲۵مه په کوټې پریس کلب کې خبري غونډه درلوده چې پکې له حکومته غوښتنه وشوه چې د دا ډول پروژو مخه دې ونیسي.
دوی عدالت ته په کښلي بیان کې ویلي چې د اغزن تار راګرځولو سرکاري ګام به نه یوازې د ګوادر ښاریان له بنیادي حقونو څخه بې برخې کول دي بلکې له دې څخه به ګوادر په دوو برخو ووېشل شي.
د بلوڅ قامي پیوستون کونسل تر سیوري لاندې د بلوڅ زده کونکو اتحادیې (بي ایس او آزاد ) خپل لاریون د کوټې خبریالانو مرکز مخې ته پیل کړ او د ښار په بېلابېلو کوڅو کې تر تېرېدو وروسته یې پر اېدي چوک احتجاجي مظاهره وکړه.
د ټورانټو ښار پولیس وايي چې د بلوچستان د بشري حقونو فعاله او د بلوڅ زده کوونکو د سازمان (بلوچ سټوډنټس اورګنایزېشن – ازاد یا بي اېس او ازاد) پخوانۍ مشره کریمه بلوڅ د ډېسمېبر پر ۲۰ له خپله کوره تر وتلو وروسته ورکه شوه.
د بلوچستان صوبايي حکومت پر اپوزیشن ګوندونو غږ کړی چې د کورونا وايرس ناروغۍ مخنيوي لپاره دې ټاکل شوې جلسي وځنډوي.
د صوبې کورنيو چارو وزارت یې د دسمبر پر ۱۷مه نېټه په یوه خپره کړې اعلامیه (نوټیفیکیشن) کې ویلي چې د کوټې، لسبېلې او ګوادر لیویزو واک او اختیار یې پولیسو ته سپارلی چې په دې سره په دغه درېوو ضلعو کې کليوالې سیمې (بي اېریا) په ښاري سیمو (اې اېریا) واړول شوې.
شېخ رشید احمد دا خبره دا خبره د ډېسېمبر پر څلورمه د چمن ښار د دورې پر مهال کړې ده. نوموړي هلته خبریالانو ته وویل، د چمن او سپین بولدک ترمنځ واټن د پنځو کیلومیټرو دی او هغوی پلان لري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت د ودې په خاطر نوي سهولتونه رامنځ ته کړي.
د تلین غونډې تابیا عوامي نیشنل ګوند د ډېسېمبر پر درېیمه د کوټې په پریس کلب کې کړې وه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته