بايزيد خان خروټی چې د ((چوټي چړيا)) يا ((وړوکې مرغۍ)) په نوم فېسبوک پاڼه او وټس اپ ګروپ مخ ته وړي او په پاکستانيو ورځپاڼو کې کالمونه هم ليکي،
د بلوچستان په مرکز کوټه کې تنوروالو د حکومتي امر خلاف د یوې ډوډۍ نرخ ۳۰ روپۍ ته خېژولی دی. د کوټې ښاریانو د ډوډۍ پر ګرانۍ خواشيني ښودلې او له حکومته یې د ارزانولو غوښتنه کړې. د ایوب ترین راپور
په کوټه کې د ماشومانو ژغورنې ادارې (چایلډ پروټېکشن )شمېرې ښيي چې روان کال په بلوچستان کې پر ماشومانو د جنسي تیري ۲۸ پیښې رپورټ شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي حکومت او ریاستي ادارې یې د بلوچستان د تګ مخنیوي لپاره بېلا بېلې بهانې جوړوي.
په پاکستان کې د اپوزشن ګوندونو اېتلاف - پاکستان جمهوري تحریک – د اکتوبر پر ۲۵مه په کوټه کې د حکومت ضد ولسي غونډه کړې.
د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف دا څرګندونې د اکتوبر پر ۲۵مه په کوټه کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسې ته له لندن څخه په وینا کې وکړې.
د بلوچستان په خانوزۍ سيمه کې د اتم ټولګي د يوې زده کوونکې نجلۍ مور رفعت کاکړ وايي د حکومت لخوا د مرستو اعلان به د دوی ځېنې ستونزې ور هوارې کړي.
په بلوچستان کې ځوان ډاکټرانو له هغه ورسته د صوبې په ټولو سرکاري هسپتالونو کې د اکتوبر پر ۲۰ مه نېټه (نن) د ناروغانو کتنځایونه وتړل چې د دوی پر یوه ملګري ډاکټر ته د یوه ناروغ خپلوانو لاس وراچولی وو. ایوب ترین له کوټې راپور راکوي.
د بلوچستان حکومت د هغه طریقه کار ختمولو پرېکړه کړې چې له مخې به یې د صوبې سرکاري روغتونونو ته د صوبايي حکومت له خوا دوایانې ور لېږل کېدې.
په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو اتحایه وايي چې د صوبې په هسپتالو کي د ناروغانو لپاره نه خو دوایاني سته او نه هم نورې اسانتیاوې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته