د بلوچستان په خانوزۍ سيمه کې د اتم ټولګي د يوې زده کوونکې نجلۍ مور رفعت کاکړ وايي د حکومت لخوا د مرستو اعلان به د دوی ځېنې ستونزې ور هوارې کړي.
په بلوچستان کې ځوان ډاکټرانو له هغه ورسته د صوبې په ټولو سرکاري هسپتالونو کې د اکتوبر پر ۲۰ مه نېټه (نن) د ناروغانو کتنځایونه وتړل چې د دوی پر یوه ملګري ډاکټر ته د یوه ناروغ خپلوانو لاس وراچولی وو. ایوب ترین له کوټې راپور راکوي.
د بلوچستان حکومت د هغه طریقه کار ختمولو پرېکړه کړې چې له مخې به یې د صوبې سرکاري روغتونونو ته د صوبايي حکومت له خوا دوایانې ور لېږل کېدې.
په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو اتحایه وايي چې د صوبې په هسپتالو کي د ناروغانو لپاره نه خو دوایاني سته او نه هم نورې اسانتیاوې.
د کوټې پښتو اکېډمۍ د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې خلکو د ته پښتو ژبې لیک لوست ور زده کولو لړۍ پيل کړې ده.
له لورلايي و کوټې ته پیاده تلونکو لاریونوالو نن هم په کوټه کې د دوه رویه سړک د غوښتنې لپاره احتجاج ته دوام ورکړی دی. دوی وايي که یې غوښتنې و نه منل شوې نو د اعلا وزیر او ګورنر د دفترونو مخې ته به پرلت پیلوي. د ایوب ترین راپور
د صوبایي اسمبلۍ غړې شاهینه کاکړ وایي دوی د کلا سېف الله ترڅنګ په نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم اوس په دې کار پیل کړی دی چې ښځې دې په سیاسي پرمختګونو، جلسو او غونډو کې خپل پوره ګډون وکړي.
په بلوچستان کې خیر ښېګڼې یوه اداره وايي، په دغه صوبه کې یوازې په سېپټمبر میاشت کې ټرافیکي پېښو ۱۲۸ تنه وژلي او تر ۱۷۰۰ زیات ژوبل دي چې لویه وحه یې په صوبه کې د دوه رويه سړکانو نشتوالی دی. د ایوب ترین راپور
د اې اېن پي ویاند اسد خان د تښتولو پرضد په چمن کې پرلت
په دې لاریون کې شریک کسان له لورالايي څخه د کوټې پر لور پر پښو روان شوي دي. دوي غوښتنه کوي چې حکومت دې د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره جدي او ګړندي ګامونه پورته کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته