د بلوچستان د مڼو د باغونو یو شمېر مالکان وايي، د یخو خونو د نېشتوالي له کبله ډېرې قیمتي مڼې په ډېره ارزانه خرڅوي، ځکه چې تر بل موسمه د خوندي ساتلو بندوبست یې نه کېږي.
ماښام مهال د ټرانسپورټ کمپنۍ په دفتر کې یوه وړه چاودنه وشوه او پولیس، مرستندویه کارکوونکي او خبریالان چې سیمې ته ورسېدل نو بله چاوده وشوه.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د امنیتي عسکرو په عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون څلور مشکوک وسله وال وژل شوي او دوو یې خپلځانونه په باروتو الوزلي دي.
د پاکستان د بشري حقونو سازمان پر حکومت غږ کړی چې لادرکه کسان دې پیدا کړي او د هغوی له کورنیو سره دې مرستې هم وکړي.
د عوامي ورکرز ګوند تر سیوري لاندې لسګونو مزدورانو د اګست پر ۲۳مه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه.
حبيب طاهر وايي په ټوله صوبه او په ځانګړې توګه په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر ازادانه حرکت او راغونډېدو بنديزونه دي. دلته خبريالان هم ډېر اغېزمن شوي دي او پر هغوی بنديزونه دي او په ازاده توګه خپل کار نشي کولای.
د کچلاخ پېښه په داسې مهال مخې ته راغلې چې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ په قطر کې په مذاکراتو کې دواړه خواوو د پرمختګونو ویلي. همدا راز د دواړو خواو حتمي نتیجې ته د رسیدو خبرې هم کیږي.
ویل کېږي، دا مدرسه د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پورې تړاو لري. افغان اسلامي اژانس لیکي چې په وژلو شویو کې د طالبانو د امیر ورور حافظ احمدالله هم شامل دی.
نصرالله زېری وايي، د کوټې په باره کې دا ویل کېږي چې راتلونکې څو کاله وروسته به د څښلو اوبه نه وي او خلک به مهاجرت ته مجبورېږي.
د اڅکزي وینا وه چې دا مهال پښتون افغان له ډېر بد حالت سره مخامخ دی او له دې حالاتو د خپل ولس را-اېستلو لپاره پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خپل ولس سره سلاې مشورې لپاره سمدستي د یوې جرګې رابللو ږغ کوي.
پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر ۱۷مې وځنډول شوه.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ۲۰۱۶ز کال د اګست اتمې د وژل شویو وکیلانو په ویر کې نن پنجشنبه په دغه صوبه او غونډ ملک کې وکیلانو کاربندیز کړی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته