د عوامي نېشل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د افغان سولې مذاکرات په افغانستان کې دننه د کولو غوښتنه کړې ده. نوموړي په کوټه کې د اې اېن پي یوې غونډې ته په وینا کې د خپلو ګوندي غړیو هدفي وژنه هم وغندله. له کوټې د ايوب ترين رپورټ.
خبریال انور ساجدي وايي، په ۲۰۰۷ز کال کې د بي اېل اې مشر بالاچ مري تر مړینې وروسته د دې ډلې تنظیمي جوړښت نشته.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جولای پر دویمه د بلوڅانو ازادۍ لښکر یعنې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه د نومولو اعلان وکړ.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، په روان کال کې له ۲۰۰ څخه زیات ورک کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالايي پر پولیس لاین په شوي برید کې یو پولیس وژل شوی او درې تنه نور ټپي شوي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي، که پوځ په سياسي چارو کې مداخلې ته دوام ورکړي نو د يو ملک په حېث به د پاکستان چلول ناممکنه شي.
د ورکو بلوڅانو لپاره کارکونکي تنظیم مشر ماما قدیر بلوڅ د جون پر ۲۱مه مشال ریډیو ته وویل علي حیدر د پاکستان امنیتي ادارو نیولی و او نن (جمعه) یې پریښود.
د بلوچستان په سیلاني سیمه زیارت کې د جون پر اوومه دوو چاودنو لږ تر لږه پنځه تنه وژلي او دولس یې نور ټپي کړي دي.
د بلوچستان وکیلان د قاضي فایز عیسا په ملاتړ کې پر هړتال
د بلوچستان په کلا سیف الله کي د سړک په یوه پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په شمالي وزیر ستان کې د پښتون تحفظ موومنټ د قامي اسمبلۍ د غړیو نیول کېدو پرضد د هېواد د نور برخو غوندې په بلوچستان کې هم داحتجاجي مظاهرې وشوې.
د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې پرضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په اعلان، په ګڼو ښارونو او ښارګوټو کې احتجاجي مظاهرې وشوې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته