د ملا بهرام یوه وکیل برخوردار اڅکزي له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې ملا بهرام به سبا د جولای پر ۲۵مه نېټه د کوټې له مرکزي زندانه پرېښودل شي.
په سیول هسپتال کې د ډاکټرانو په وینا چې د ځینو زخمیانو حالت اوس هم له خطر سره مخامخ دی.
په بلوچستان کې د روانې جولای میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ د ځینو پېښو د راجوتېدو پس سر له ننه د صوبې به شپږو لسوالیو کې به تر یوې اونۍ پورې پنځو لاکو ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي. له کوټې څخه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین یې راپور راکوي.
په بلوچستان کې د بیلا بیلو حکومتي محکمو کارکوونکو انجینرانو د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره نه یوازې له تېرې یوې اونۍ کاربندیز کړی بلکې د کوتې پریس کلب مخې ته یې پرلت هم وهلی دی.
په کانونو کې بیا بیا د ګېس چاودنې کېږي یا هم نړېږي چې د سکرو کانکیندونکیو اتحادیې په خبره هر کال لږ تر لږه ۲۰۰ کانکیندونکي پکې مري.
په پاکستان کې د اورګاډي سیسټم بحال ساتلو لپاره په کلني بجټ کې لږې پیسې لري، بل درغلۍ هم زیات ځپلی دی، درېم نه رغونه او مرمت یې هغه علتونه دي چې ټرېنونه بیا بیا له پېښو سره مخامخېږي.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو فيصله کړې وه چې د جولايي ۲۵ مه نېټه به د تورې ورځې په توګه لمانځي. تېرکال هم په ۲۵ مه جولايي په پاکستان کې عام انتخابات شوي وو چې په نتيجه کې يې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف زياتې چوکۍ ګټلې وې او حکومت يې جوړ کړی وو. اپوزيشن ګوندونه په ټاکنو کې د داندلۍ تور پورې کوي خو ا
د عوامي نېشل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د افغان سولې مذاکرات په افغانستان کې دننه د کولو غوښتنه کړې ده. نوموړي په کوټه کې د اې اېن پي یوې غونډې ته په وینا کې د خپلو ګوندي غړیو هدفي وژنه هم وغندله. له کوټې د ايوب ترين رپورټ.
خبریال انور ساجدي وايي، په ۲۰۰۷ز کال کې د بي اېل اې مشر بالاچ مري تر مړینې وروسته د دې ډلې تنظیمي جوړښت نشته.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جولای پر دویمه د بلوڅانو ازادۍ لښکر یعنې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه د نومولو اعلان وکړ.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، په روان کال کې له ۲۰۰ څخه زیات ورک کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالايي پر پولیس لاین په شوي برید کې یو پولیس وژل شوی او درې تنه نور ټپي شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته