د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالايي پر پولیس لاین په شوي برید کې یو پولیس وژل شوی او درې تنه نور ټپي شوي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي، که پوځ په سياسي چارو کې مداخلې ته دوام ورکړي نو د يو ملک په حېث به د پاکستان چلول ناممکنه شي.
د ورکو بلوڅانو لپاره کارکونکي تنظیم مشر ماما قدیر بلوڅ د جون پر ۲۱مه مشال ریډیو ته وویل علي حیدر د پاکستان امنیتي ادارو نیولی و او نن (جمعه) یې پریښود.
د بلوچستان په سیلاني سیمه زیارت کې د جون پر اوومه دوو چاودنو لږ تر لږه پنځه تنه وژلي او دولس یې نور ټپي کړي دي.
د بلوچستان وکیلان د قاضي فایز عیسا په ملاتړ کې پر هړتال
د بلوچستان په کلا سیف الله کي د سړک په یوه پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په شمالي وزیر ستان کې د پښتون تحفظ موومنټ د قامي اسمبلۍ د غړیو نیول کېدو پرضد د هېواد د نور برخو غوندې په بلوچستان کې هم داحتجاجي مظاهرې وشوې.
د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې پرضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په اعلان، په ګڼو ښارونو او ښارګوټو کې احتجاجي مظاهرې وشوې.
د بلوچستان د پرمختیايي ادارې " بي ډي اې" کارکونکي د خپلو نوکریو د پخولو په موخه پر احتجاج او د نه خوړلو په احتساب بوخت دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د کې پر ۲۴مه په شوې چاودنه کې د ژول شوو شمېر څلور ته رسېدلې دی. په دې پېښه کې ۲۶ تنه نور ټپي شوي هم دي.
د کوټې او کابل ښار په دوو جوماتونو کې چادونو د یوه دیني عالم سمیع الله ریحان په ګډون څلور تنه وژلي او په تر ۴۰ ډېر یې ژوبل کړي دي.
د بلوچستان د کورنيو چارو ادارې د مې پر ۱۸مه نېټه د ګوادر، لسبیلې او د کوټې کليوالې سيمو ليويز ځواک په رسمي توګه په پوليس کې د ضمولو اعلاميه خپره کړه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته