د پښتون ژغورنې غورځنګ د لورلایي څانګې مشر او د ارمان لوڼي د پېښې چشم دید ګواه قیوم اتمانخېل وايي د مې پر ۱۷مه شپه د پاکستان امنیتي ادارو پورته کړی او تشدد یې پرې کړی دی.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې مخالفو ګوندونو د مې پر ۱۷مه د حکومت خلاف کاربندیز وکړ، د ښار پر سړکونو د ګاډو تګ راتګ هم د نورو ورځو پرتله ډېر کم وو.
د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو د عملیاتو په نتیجه کې نهه وسله وال وژل شوي دي.
بلوچستان کې اپوزیشن ګوندونو او د سوداګرانو ټولنې (انجمن تاجران) د صوبايي حکومت پرضد په کوټه ښار کې د مې پر اوولسمه نېټه د هړتال او احتجاج اعلان کړی دی.
د بلوچستان خوړو او غذايي نیوټریشن پروګرام چارواکي وايي، په دې صوبه کې د خوړو او غذاییت د کمۍ له وجې هر دوهم ماشوم د وړوکي قد او کم وزن ښکار دی.
د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د مې د ۱۳مې په ماسخوتن د یوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه درې پولیس سرتېري وژل شوي او شپږ کسان ژوبل شوي دي.
د پوځ بیان وايي، د مې پر ۱۱مه تر برید وروسته پوځي سرتېرو په هوټل کې عملیات پیل کړل چې پکې پېنځه کسان ووژل شول چې پکې څلور یې د هوټل کارکوونکي
د بلوچستان د تعلیم محکمه وايي ، په صوبه کې دوه اعشاریه اووه میلیونه ماشومان په داسې عمر کې دي چې باید سکول ته ولاړ شي خو په هغوي کې یوازې څه باندې یو میلیون سکول ته ځي.
د بلوچستان په هرنايي سیمه کي له ډزو او چاودنې د دوو سرحدي عسکرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي او یو کس ژوبل دی.
په بلوچستان کې د روغتیا چارواکو ویلي دي چې په صوبه کې د ایډز ناروغي زیاته شوې او د ناروغانو شمېر یې پنځو زرو ته ختلی دی. دوی وايي دا ځکه چې په ولس کې د دې ناروغۍ په اړه اګاهي نه شته. د مشال راډيو همکار ایوب ترین یې ویډيو راپور کښلی.
په بلوچستان کې روغتیا چارواکي وايي چې په صوبه کې د اېډز ناروغي ډېره په چټکۍ سره خورېږي چې له کبله یې په اېډز اخته ناروغانو شمېره تر پنځو زرو اوښتې ده.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د پولیو ناروغۍ پرضدماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کمپاین د اپرېل پر ۲۶مه بیرته پیل شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته